په اهلبېتو (ع) باندې درود فرض دے

إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا (١) خداے پاک او د هغهْ فرښتې په نبى پاک (ص) باندې درود وائى نو اے مومنانو تاسو پرې هم درود وائئ ( او د هغهْ فرمان ته غاړه کېږ

إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا (١)

خداے پاک او د هغهْ فرښتې په نبى پاک (ص) باندې درود وائى نو اے مومنانو تاسو پرې هم درود وائئ ( او د هغهْ فرمان ته غاړه کېږدئ.

له كعب بن عجزه نه روايت نقل شوے دے وائی چې كله إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ... ايت مبارک نازل شو نو مونږ پوښتنه وکړه يا رسول الله په تاسو باندې د سلام طريقه خو راته راځی خوکيف نصلی عليک؟ درود درباندې څنګه وايو؟ هغوى ورته وفرمايل: په دا ډول  راباندې درود ليږئ::اللهم صل على محمد و آل محمد. او په يو بل روايت كيگ راغلى دى:كما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انك حميد مجيد. او داسې هم راغلی دی چې د خداے  له ګران رسول (ص) نه پوښتنه وشوه چې په تاسو باندې څنګه درود وايو؟ نو وې فرمايل:

اللهم صل على محمد و آل محمد كما صليت على ابراهيم و على آل ابراهيم و بارك على محمد و على آل محمد كما باركت على ابراهيم و على آل ابراهيم انك حميد مجيد.(2)

امام شافعى  وائی:

يا اهل بيت رسول الله حبــكم           فـــــــرض من الله فى القرآن انزلـه

كفا كم من عظيم القدر انكم               من لم يصل عليکم لا صــلواﺓ له

"يعنې اے اهلبيتو (ع) خداے پاک  ستاسو مينه په قران مجيد كښې فرض كړې  ده ( د سورۀ شوری ٢٣ ايت ته اشاره ده) او ستاسود عظمت لپاره دا هم كافی دى چې که څوک په تاسو باندې  درود و نه وائى نو نمونځ يې نه  قبليږی (اشاره د نمونځ تشهد ته ده چې د نمونځ  له واجباتو څخه دے  او كه چا قصداً په تشهد کښې په محمد او آل  محمد (ص) باندې درود ونه وئيلو يا د آل په ځاے يې بل څوک ياد کړل  نو نمونځ يې باطل دے او د قبلېدو وړ نه دے (3)

په دې مختصر کتاب کښې به د څوارلسو معصومينو(ع)  د شمېر په مناسبت په هم دې ١٤ مبارکو ايتونو باندې بسنه وکړو ګنی قرآن مجيد ټول د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو (ع) له فضائلو نه ډک دے لکه حسېن بن سليمان له ابی جارود او هغه له اصبغ بن نباته نه او هغۀ له حضرت علی (ع) نقل کړی دی چې وې فرمايل: قران څلور برخې نازل شوے دے ( بل يو روايت کښې درې برخې ذکر شوی دی) يوه برخه يې زمونږ اهلبېتو (ع) په فضيلت کښې دويمه برخه يې زمونږ اهلبېتو (ع) د دښمنانو

په مذمت کښې، دريمه برخه يې د حلالو او حرامو په هکله او څلورمه برخه يې د فرائضو او احکامو په بيانولـــو کښې نازلـــه شوې ده.(4) او حتی چې لــــه حــضرت ابن عباس (رض) نه راويت دے چې يواځې د حضرت علی (ع) په شان کښې درې سوه ايتونه نازل شوی دی (5) بلکې حقيقت دا دے چې اهلبېت (ع) بذات خود ناطق قرانونه دی لکه حمزه بابا (رح) ورته په شعرکښې اشاره کوی وائی:

جوړه د صفېن غوندې صحرا د کربلا نن

بيا څه قرانونه اوچت شوی په نېزو کښې

نو بس لنډه به دا ووايم چې کوم خلک مخلص وی او په زړونو کښې يې د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو (ع) سره بغض او کينه نه وی نو د هغوی لپاره يوه اشاره هم کافی ده او چې په زړونو کښې يې درغلی وی نو هغوی ته که ټول قران ټکے په ټکے وښې نو بيا يې هم نه منی. هغه د رحمان بابا (رح) په قول:

صاف دلانو لره لږ نصيحت بس دے

د ګــــوهرو پېوستون په نری تار شی

او زما بنده شعرونه دی چې:

فــــــــــرض په هـــــــر چا مــــودت د اهلبېتو     

په قـــــــران کښې دے صـفــــــت د اهلبېتو

د کوم کوم ايت تاويل بــه څوک بدل کړی

قـــــــران ډک دے له صــفـــــت د اهلبـــــېتو

وارثـــــــان د پاک رســـــول او امـــامان دی

ريښتــيا حـــــق دے ولايـــــت د اهلبـــــېتو

هر عارف، سالک هله د خداے ولی شی

چې حـاصـــــل کړی مـــــعرفت د اهلبـــــېتو

چې دښــمن هم پکښې عېب ښودلے نشی

تل بـــــه يـــــاد وی دا عـــــصمـت د اهلبېتو

ډېر بهادر او شجاعان په دنيـــــا هېر شول

خو هېر نه شـــــــــو شجاعـــــت د اهلبـــــېتو

ډېر په ظـــلم او دوکـــــو حکـــــمرانان شول

خو قــــائـــــم دے سلـــــطنـــــت د اهلبـــــېتو

دښمـــــنان هغه کـسان د خداے رسول دی

چې څوک کـــړی مـــــخالـــــفت د اهلبـــــېتو

پوره څوارلـــــس ســـــوه کـــــاله ظـــــلم وشو

خـــــتم نه شـــــولـــــو عـــــــــترت د اهلبـــــېتو

د امـــــت لـــــه لاســـــه واړه شهـــــيدان شول

ډېر دے زيات مظـــــلومـــــيت د اهلبـــــېتو

عبث نورو مـــذهـــــبونو پـــــسې مـــــه ځـــــه

بس قـــبول کړه شـــــريـــــعـــــت د اهلبـــــېتو

زۀ شـــــاهـــــين چې را په ياد کړم ژړا راشی

کــربلا کـــښې شـــــهادت د اهلبــــــــېتو

(١) سورۀ احزاب  ٥٦ ايت

(2)  صحيح بخاری ٣ ټوک، صحيح مسلم ١ ټوک، ينابيع الموده،  سواعق محرقه، تفسيركبير شپږم ټوک ٧٩٧ مخ، تفسير درالمنثور،صحيح ترمذی ٢ ټوک ٢١٢ مخ وغېره.

(3)علامه شيخ عبدالله بن محمد بن عامر شبراوى د الاتحاف بحب الاشراف كتاب په ٢٩  مخ او سيد ابى بكر بن شهاب الدين علوى د رشفـﺓ الصادى من بحر فضائل بنى النبى الهادى چاپ مصر د 2 باب په 31 مخ او د ٤باب په ٤٩ مخ  او حافظ جمال الدين زرندى په معراج الوصول فى معرفـﺓ ال رسول (ص) كتاب كښې  او ابن حجر مكى د صواعق محرقه په   ٨٨ مخ کښې نقل کړی دی

 (4) شواهد التنز ل روايات ٥٨ ، ٥٩،٦٠

(5)حطيب بغدادی په خپل تاريخ کښې له حضرت ابن عباس (رض) نه نقل کړے دے

Add new comment