امام زمان عج ظهور د قرآنی آیاتونو په رڼا کښې

په قرآن کښې ډير داڅې آیتونه شته چې هغې تر اوسه تحقق نه دې پیدا کړې، که څه هم هغه د يوې واقعه او پيښه سره مربوط دې او خپل شان نزول لرې خو چې کله د غه آیتونو ته مونږ غور او فکر کوو نو په دې نتیجه رسو چې دا آیتونه سره د دې چې خپل شان نزول لرې او يوې پېښه او

په قرآن کښې ډير داڅې آیتونه شته چې هغې تر اوسه تحقق نه دې پیدا کړې، که څه هم هغه د يوې واقعه او پيښه سره مربوط دې او خپل شان نزول لرې خو چې کله د غه آیتونو ته مونږ غور او فکر کوو نو په دې نتیجه رسو چې دا آیتونه سره د دې چې خپل شان نزول لرې او يوې پېښه او واقعه سره تړلې دې خو بیا هم په ځان کښې يوه پيشګويی او اټکل لرې، مونږ به په دې لیک کښې هغه آیتونه ته اشاره کوو چې کومو آیتونو کښې د امام زمان عج د ظهور په حقله پيشګويې او وړاندوينه شوې، او دا هغه آيتونه دې چې که یو منصف کس دې آیتونو ته کښيناستلو او دې کښې يې غور او فکر وکړو نو هغه به په دې نتیجه ورسې چې کومې وعدې الله تعالی په دې آیتونو کښې مومنانو سره کړې هغې تر اوسه تحقق نه دې پيدا کړې او د الله تعالی دا وعده به هغه وخت پوره کښېږې کله چې امام زمان عج ظهور وکړې.
قرآن کښې ډير داسې آيتونه شته چې مونږ دلته شاهد وګرځه وو خو مونږ به دلته يو څو آيتونو ته په لنډډول اشاره وکړو:
وړومبۍ آیت:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ _وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا .
كله چې دالله مرسته راشى او بري ( در) په برخه شى ـ او ( اي پېغمبره !) ته وګورې چې خلك ډلې ډلې دالله په دين كښې داخلېږى
یعنی چې د الله مرسته او د هغه نصرت راشې او فتح نصیب شې نو وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا نو بیا به تاسو وګوري چې دا خلک نن پوهه شو چې د الله دین څه دې، نو دهغه وخت به دا خلک ډلې ډلې ګروه ګروه د الله دین ته راروان شې او د الله په دین کښې به داخل شې، ځکه چې پوه به شې چې د الله دین څومره عظیم او ښکلې دې، په روایاتو کښې راغلې چې دغه وخت دغه زمان د امام د ظهور وخت دې، د الله تعالی نصرت او مرسته به راشې او خلکو ته به د بدبختی، د بد قسمتی او د بدې ورځې نجات ورکړې، نو په دغه ورځ به وګوري چې ډلې ډلې خلک به د الله دین کښې داخل شې.
دویم آیت:
د سوره صف نهم آیت او د سوره توبه درېديرشم آیت کښې فرمايې:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
هماغه الله دى چې خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى تر څو چې هغه پر ټول دين برلاسى كړي ، كه مشركانو ته دا څومره ناكاره بريښي هم.
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ پيغمبر يې حق دین سره رالېږلی څه لپاره؟ لپاره د دې چې لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ یعنی پر ټول دين برلاسی کولو لپاره که په مشرکانو دا سخته وې هم،دا آیت قرآن کښې څو ځایه بیان شوې خو ما دلته د سوره توبه او سوره صف نه نقل کړې، که دې آیت ته غور وکړو نو وينو چې د دې آیت وخت هم نه دې رسیدلې، ځکه چې د الله دين تراوسه په ټولو دينونو برلاسی نه دې موندلې په نورو دينونو څه چې لا تراوسه خو دین اسلام پخپله د فرقو او د ډله ډلبندی ښکار دې، دا آیت به تر هغه دعمل جامه نه اغوندې ترکومه چې د امام ظهور نه نوې شوې او ټول امت د هغه امام د جنډې لاندې يو شوې او راجمع شوې نه وې او تر کومې چې د هغه امام په لاس الله تعالی د جهان ټول ظالمان ختم کړې او دین اسلام ته يې پر ټولو برې ورکړې نه وې.
دریم آیت:
د سوره نور پنځه پنځوسم آیت کښې الله تعالی ارشاد فرمائې:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ
 الله له تاسې نه دهغوكسانو سره چې ايمان راوړي اوښه عملونه وكړي وعده كړې ده چې هغوى په ځمكه كښې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه چې له هغونه مخكې تېر شوي خلك يې ګرځولي وو.
یعنی الله تعالی هغه کسانو سره وعده کړې کوم چې ایمان راوړونکو کښې ښه عمل کونکې مومنان دې چې هغه به خلیفه ګان ګرځه وې نو کله پوره شوې دا وعده، کوم دې هغه خلیفه ګان، کوم دې هغه خلافت چې په ټوله مځکه باندې د الله تعالی خلیفه خلافت وکړې، د کوم خلافت چې الله تعالی وعده کړې، نو تر اوسه د هغې وخت له نه دې رارسیدلې، د الله د وعده وخت د امام د ظهور وخت دې چې په ټوله مځکه به د الله د خلیفه خلافت وې.
څلورم آیت:
د سوره قصص پنځم آیت:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ
 او اراده كوو مونږ د دې چې پرهغو خلكو مهرباني وكړو چې ضعيفان كړي شوي وو په ځمكه كې او چې وګرځوو مونږ دوى امامان او هماغوې وارثان وګرځوو.
فرمايې مونږ منت کښېږدو عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ چې په مځکه کښې ضعيفان وو، او هغه اهل بیت علیهم السلام وو چې ضعیف کړلې شو، د اميرالمؤمنین علیه السلام لاسونه وتړلې شو، امام حسن علیه السلام يې مجبور کړو د هغوې په مخکښې به يې اميرالمؤمنین علی علیه السلام ته کنځلې کولې، هم دا رنګ نور امامان چې هر کس يې په خپل وخت کښې مجبور وساتل تر دې چې امام زمان غیبت وکړو، ولې امام زمان غیبت وکړلو، هم دا سوال چې کله د امام صادق علیه السلام نه وکړو نو امام ورته وفرمايل چې که چرې غیبت نه وې نو هغه به شهید کړې. نو الله تعالی اراده کړې او دا منت يې کښېږدو چې دې امامان جوړکړې او د مځکه وارثان يې وګرځه وې. کله چې کله د اهل بیت وارث ظهور وکړې.
 شپږم آیت:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا
د سوره اسراء ۸۱ آیت کښې الله ارشاد فرمايې: او ووایه  حق راغى او باطل له مينځه لاړ، باطل له مينځه تلونكى دى".
نو آیا باطل د مینځه لاړو باطل نابود شو، نه اتفاقا نن باطل نور هم قدرت پيدا کړې نو د باطل دا قدرت به نابود کښېږې إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا او هغه وخت چې باطل به تماما نابود کښېږې هغه د امام زمان عج د ظهور وخت دې.
اووم آیت:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
نو تاسې د ښېګڼو په لوري په وړاندې شئ! (يوتربله ) هر چېرته چې اوسئ الله به تاسې ټول راولي الله په هر شي باندې قادر دى.
په روایت کښې راغلې چې هغه کال باندې چې په کوم کال به امام ظهور کوې د امام یاران به په مځکه کښې چې هر چيرته وې په سبا به د امام زمان خوا کښې راجمع شوې وې، روایت کښې دې: له دې نه بعضی به په اوريځو راځې چې بعضو ترې مراد جهاز اخستلې،  او بعضو ترې مراد عیسی علیه السلام اخستلې چې هغه به هم د ظهور نه پس راځې، نو ځکه فرمايې: أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا  هر چېرته چې اوسئ الله به تاسې ټول راولي.
اتم آیت:
چې کله ابلیس د الله تعالی نافرمانی وکړه او د الله تعالی نه يې درخواست وکړو چې ای الله هغه عبادتونه چې ما تراوسه کړې د هغې ماته اجر راکړې او اجر دا دې چې قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ  وويل ( ابليس ) اى ربه زماپس وګوره ( مهلت راكړه ) ماته ترهغې ورځې پورې چې بياپورته كولى شي ( خلك ) له قبرونو، نو الله تعالی ورته جواب کښې فرمايې: إِلَىٰ يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ترهغې ورځې د معلوم وخت پورې. روایت کښې دې چې دا معلوم وخت د امام د ظهور وخت دې.
نهم آیت:
د سوره بقره وړومبنۍ آيتونو کښې الله تعالی فرمايې:
 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ
هغه کسان چې ايمان (باور) لرونکي دي په غيب باندې
په روایت کښې راغلې چې دلته د غيب نه مراد امام غايب او د هغه په خروج باندې ایمان راوړل دې.
لسم آیت:
د سوره انبیاء په دې آیت کښې الله تعالی فرمايې:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ
اوپه زبور كښې مونږله نصيحت نه وروسته ليكلي دي چې د زمكې وارثان به زما نيكان بندګان وي ( اوپه ميراث به يې وړي ).
الله تعالی په دې آيت کښې فرمايې چې مونږ په توریت کښې هم دا ذکر کړې چې د الله د مځکه وارثان به د الله هغه بندګان وې کوم چې عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ  دې، کوم چې نیک خلک دې، نو اوس پکار دې وګورو چې دا مځکه اوس د عباد صالح لاسو کښې ده، یقینا نه ده او د دې آیت د تحقق وخت صرف او صرف د امام مهدی له ظهور وخت دې.
يولسم آیت:
د سوره انفال يوکم څلويښتم آیت کښې الله تعالی کفارو سره جهاد کولو حکم ورکوې او فرمائې:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
 اوجنګيږئ ( اى مومنانو! ) له دغو( كفارو) سره تر هغه پورې چې نشي پاتې فتنه ( فسادپه ځمكه كې ) اوشي دين ( حكم ) ټول خاص الله جل جلاله لره(اونورټول باطله اديان ورك شي . نوكه واوړي دوى (له كفره اواسلام راوړي ) نوبيشكه الله جل جلاله پرهغوعملونوچې دوى يې كوي ښه ليدونكى ( بينادانا) دى.
که دې آیت ته په غور سترګې وغړوو نو په دې نتيجه رسو چې هغه جهاد چې د هغې نه پس به فتنه په مځکه پاتې نشې، او باطل ادیان به ورک شې، او کافران به ډلې ډلې اسلام ته واوړی هغه وخت فقط د امام مهدی د ظهور وخت دې هغه جهاد فقط د امام مهدی جهاد دې.
دلته يوې خبرې ته اشاره ضروری ګڼم هغه دا چې د ظهور جنګ به يو دفاعی جنګ وې ځکه چې دښمن به ټوله مځکه ناامنه کړې وې روایاتو کښې دې چې کله په شام کښې جنګ شروع کړې نو بیا به عراق ته دا جنګ راوړې او ورسره به ایران حتی مدینه ته به د جنګ دا لمبۍ خورې شې او بيا به تر مکه دا جنګ راورسې نو دا به هغه وخت وې چې امام به د ظهور اعلان وکړې.
دې خبرې ته هم باید پام وکړو چې د نجات ورکوونکې باره کښې ټول ادیان عقیده لرې او ټولو پرې خبر کړې خو څه رنګ چې دا عقیده مذهب جعفری بیان کړې دا رنګ په واضح الفاظو يو دین او یو مذهب نه د بیان کړې.
دولسم آیت:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ
او مونږ به ارو مرو په ويره ، خطر ، لوږه ، دسراو مال په تاوان او د عائداتو په خساره كښې په اخته كولو پر تاسې ازمېښت كوو،او هغو كسانو ته زيرى وركړه چې په دې حالاتو كښې صبر وكړي.
په رواياتو کښې دې چې دا ټول ازمېښتونه به د ظهور نه وړاندې الله تعالی کوې تر دې حده چې ټول خلک به د نجات ورکوونکې راتللو دعا کوې.
 

Add new comment