د امام حسین علیه سلام لنډه پيژندګلو

د زوکړې په لومړيو ورځو يا اوومه ورځ جبرائيل نازل شو[3] او وې ويل ای رسوله(ص) په تا باندې د خداي سلام وي. په دې ماشوم باندې د هارون عليه السلام د وړوکي ځوي شبير نوم کيږده چې په عربۍ کې ورته حسين واې[4] ځکه چې علی عليه السلام تا ته داسي دې لکه موسی بن عمران

د هجرت په څلورم کال د شعبان د مياشتې په دريمه نيټه د حضرت امام علی عليه السلام او بي بي فاطمې (ع) دويم بچی امام حسين عليه السلام د وحي او ولايت په کور کې وزيږدۀ. کله چې پيغمبر(ص) د دۀ له زوکړې خبر شو نو د امام علی عليه السلام او بي بي فاطمه (ع) کور ته ورغی او اسماء ته يې وفرمايل[1] چې دا بچی ورولي. اسماء امام حسين عليه السلام په سپينې کپړې کې ونغښتۀ او د خداي د رسول(ص) خدمت ته يې يوړو ګران رسول (ص) د هغۀ په ښي غوږ کې بانګ او ګس غوږ کې اقامت وويې.[2]
د زوکړې په لومړيو ورځو يا اوومه ورځ جبرائيل نازل شو[3] او وې ويل ای رسوله(ص) په تا باندې د خداي سلام وي. په دې ماشوم باندې د هارون عليه السلام د وړوکي ځوي شبير نوم کيږده چې په عربۍ کې ورته حسين واې[4] ځکه چې علی عليه السلام تا ته داسي دې لکه موسی بن عمران ته چې هارون ؤ خو فرق يوازې دا دی چې تۀ وروستی پيغمبر(ص) يې. او په دې ډول د بي بي فاطمه (ع) په دويم ځوي باندې خداي پاک حسين عليه السلام  نوم کيښود. د زوکړې په اوومه ورځ بي بي فاطمې (ع) د هغۀ د عقيقې په توګه ګډه حلاله کړه . د امام حسين عليه السلام  سر يې وخرئيۀ او د هغۀ د ويښتو په وزن يې سپين زر صدقه کړل.[5]
 [1] . کيدی شي له اسما نه مراد د يزيد بن سکن لور وي. ر.ک: اعيان الشيعه جز11 ص168 د اهلسنتو د ذخائر العقبی کتاب په 120 مخ باندې د اسماء بنت عميس نه روايت شوی دی.
[2]  . امام شيخ طوسي ج1 ص 377، ذخائر العقبی ص120.
[3] . معاني الاخبار ص57 ذخائر العقبی ص120 مستدرک الصحيحين ج4 ص277. مسند احمد بن حنبل ج1 ص159.
[4]  . هماغه.
[5]  . په اسلامي سرچينو کې د عقيقې په حقله ډيره سپارښتنه شوې او د بچي د سلامتيا لپاره يې ډيره اغيزمنه بللې ده. صحيح نسايي ج2 ص189 تاريخ بغداد ج10 ص157، مستدرک الصحيحين ج4 ص237. سنن بيهقي ج9 ص299.
 

 

Add new comment