د امام علی نقی عليه السلام شاګردان

سره له دې چې د ظلم او ساډوبۍ فضا له امامه د استفادې امکان ډير کم کړې ؤ خو د امام ځينو ليوالو او مينه والو له خپل ظرفيت سره سم له امامه فيض حاصل کړ. شيخ طوسي(رح) د امام هادي عليه السلام د راويانو شمير 185 تنه ښودلي دی چې په دغو کښې ځينې ځلاندې څيرې دا دې:

سره له دې چې د ظلم او ساډوبۍ فضا له امامه د استفادې امکان ډير کم کړې ؤ خو د امام ځينو ليوالو او مينه والو له خپل ظرفيت سره سم له امامه فيض حاصل کړ. شيخ طوسي(رح) د امام هادي عليه السلام د راويانو شمير 185 تنه ښودلي دی چې په دغو کښې ځينې ځلاندې څيرې دا دې:
1: حضرت شاه عبدالعظيم حسني(رح):
                دوي په راويانو او محققانو کښې لوئې مقام درلود او د شپږم، اوم او اتم امام ځينې لوئې اصحابان ئې ليدلي وو. او په خپله د امام جواد عليه السلام له مهمو راويانو او شاګردانو ګڼل کيږي.
                صاحب بن عباد وائي: عبدالعظيم حسني په ديني چارو خبر او په مذهبي او قراني مسائلو پوره پوهه ؤ.
                ابو حماد رازي وائي: د امام هادي عليه السلام خدمت ته حاضر شوم او د ځينو مسئلو پوښتنه مې وکړه. کله چې د امام له خدمته رخصتيدم وې فرمايل: کله چې درته څۀ ستونزه او مشکل درپيښ شو نو له عبدالعظيم حسني پوښتنه کوه.
                حضرت شاه عبد العظيم د حکومت د څارګرو تر څارنې لاندې ؤ. او له خطرې څخه د بچ کيدو لپاره ايران ته راغي او په "رۍ" ښار کښې ديره شو. دي د امامانو په زمانه کښې له باوري راويانو ګڼل کيږي. د امير المومنين حضرت علي عليه السلام د خطبو په باره کښې ئې يو کتاب ليکلي او يو بل کتاب ئې هم د "يوم و ليله" په نوم مشهور دی. ددې بزرګوار زيارت د ايران د تهران ښار په خوا کښې په "رۍ" ښار کښې دی.
2: حسين بن سعيد اهوازي(رح):
                د امام رضا عليه السلام، امام هادي عليه السلام او امام جواد عليه السلام له ملګرو څخه ؤ. او له دغو درې واړو څخه ئې روايتونه نقل کړي دي. په اصل کښې د کوفې دی خو له ورور سره اهواز ته او بيا قم ته راغي او په قم کښې له دنيا لاړ. حسين بن سعيد د فقې عالم ؤ.
3: فضل بن شاذان نيشابوري(رح):
                يو لوئې شخصيت، لوئې فقيه او توانمن او يو متکلم ؤ. مرحوم شيح طوسي دې د امام هادي عليه السلام او امام حسن عسکري عليه السلام له ملګرو بللی دی. او د رجال ځينو عالمانو هغه د امام هادي عليه السلام له اصحابو ياد کړی دی. دۀ قابو 180 کتابونه ليکلي چې الايضاح کتاب په کښې د علم کلام او د عقائدو د شننې دی او ډير مشهور دي.
 

Add new comment