دحضرت امام حسین (ع)د پاڅون د پایښت راز

عاشورا یوه هغه پيښه ده ،چې له پيښیدو یې ۱۳۷۳ کلونه تیریږي ، خو لا تراوسه یې جاذبه نه یوازې مسلمانان،بلکه درست آزادې غواړې  ځان ته جذبوي . د بشریت د تاریخ په اوږدو کښې زیاتې پيښې شوي دي چې زیاتې یې هیري کړاي شوي او تاریخ ته سپارل شوي دي ،خو د کربلا پيښه یو

عاشورا یوه هغه پيښه ده ،چې له پيښیدو یې ۱۳۷۳ کلونه تیریږي ، خو لا تراوسه یې جاذبه نه یوازې مسلمانان،بلکه درست آزادې غواړې  ځان ته جذبوي . د بشریت د تاریخ په اوږدو کښې زیاتې پيښې شوي دي چې زیاتې یې هیري کړاي شوي او تاریخ ته سپارل شوي دي ،خو د کربلا پيښه یوازینۍ تاریخي پيښه ده چې  له پيښیدو تراوسه ،د ځلانده لمر په څیر  په خپلو وړانګو سره  تورتمونه له مینځه وړي  او له ظلم ستړيو ځانونو ته ګرمښت او انرژي ورکوي. د ۶۱ هجري قمري کال  په لسمه دحضرت امام حسین(ع) او د هغه د یارانو حق غواړی آواز په ګونګو او ناروغو غوږونو کښې تاؤ نه شو ، په ستړیو ځانونوکښې کښیناست  او په هغو سترګو یې اغیز ونکړ چې  له دنیوي رنګونو پرته یې بل څه نه لیدل، خو د تاریخ په هره پاڼه کښې په سطر،خط او لیکنې بدل شو . نن سبا تاریخ د حضرت امام حسین(ع) آواز  له پاڼو هغو غوږونو ته  رسوي چې د اوریدلو تږې دي ، د حقیقت د آواز اوریدل ! د اسلام مکتب په فطرت ولاړ دی  او فطرت هم په انسانانو کښې  په یو ډول موجود دی .  په همدې دلیل ده چې انسانان په ذاتي ډول  د خداي،عدالت،ښکلا،آزادۍ، او تلپاتې توب په لټه کښې دی . خو کله ناکله د یوې ټولنې غفلتونه او ګناوي، بدلونونه ،ټولنیز،اقتصادي او سیاسي شرایط، په داسي ‌ډول اوړي چې ممکنه ده انسانان د فطرت له پیغامه لیرې کړي  او هغوئ د فطرت په پیغام سترګې پټې کړي ، نو د سترو الهي لارښودانو او انبیاؤ دنده داده چې د بشر د پاک فطرت پیغام  هغو ئ ته وریاد کړي  او انسان ته هیرکړاي شوي الهي نعمتونه  ور په زړه کړي . ویلاي شو چې د حضرت امام حسین(ع) یوه اصلي دنده اوماموریت هم لوړو انساني اخلاقو ، ریښتونولۍ او سمې لارې ته د انسانانو هدایتول دي ،چې د بشر طبیعت ورته ګروهمن دی .  هغه غوښتل هغه خنډونه چې د دغو هدفونو د تحقق په لاره کښې موجود دي له مینځه یوسي .  په دې لاره کښې ستر خنډ د اموي جابر حکومت ؤ چې خلکو ته یې دا فرصت نه  ورکاوه څود  خپل فطرت  آواز ته مثبت ځواب ورکړي . نو له دې کبله د بني امیه ؤ  د حکومت په مهال خلکو له حق غوښتنې،آزادي غوښتنې،اخلاقو او عدالت غوښتنې واټن واخیسته . په حقیقت کښې خلکو  فساد او ظلم ته مخه کړه  او د دین له ارزښتونو او انسانیت څخه یې ځان لیرې کړ او له خپله پردې شول .  په دې وخت حضرت امام حسین(ع)لوړو بشري تعالیمو ،ارزښتونو اواصیلو دیني تعالیمو ته د انسانانو د ستنولو لپاره پاڅون وکړ . نو د حضرت امام حسین(ع) د مبارزې دغه اړخ نړیواله بڼه لري  او په درست بشریت پورې اړه لري . ښايي په همدې دلیل وي چې د هندوستان  د خپلواکۍ یو مشر مهاتما ګاندې هم د انګریز د استعمار پرضد د خپلې مبارزې لاره  د عاشورا له پاڅون سره په الهام اخیستوکښې ګني  او د جرمني د کورت فویشلر په څیر منصفو لیکوالانو او حق غواړو د حضرت امام حسین(ع) د ممتاز شخصیت  او د روح د عظمت په اړه کتابونه لیکلي دي ، ځکه چې د حضرت امام حسین(ع) پاڅون د ویښتیا  او اصیلو انساني ارزښتونو ته  دستنیدو لپاره پاڅون  ؤ  او دغه آواز تل پاتې او د ټولو لپاره دی . حضرت امام حسین(ع) له باطل څخه د حق د بیلولو  لپاره خپل غورځنګ پیل کړ ، هغه ډیر ښه  پوهیده چې د یزید واکمن حکومت   په باطل ولاړ دی  او که دوام وکړي ،نو د ریښتونولۍ او عدالت د ټینګولو لپاره به د درستو انبیاؤ هڅې  په اوبو لاهوکړي ،نو ځکه خو حضرت امام حسین(ع) په بیلا بیلو پړاؤنو کښې حق او باطل خلکو ته وروپيژندل.  د حضرت امام حسین(ع) له نظره باطل یو ظاهري قدرت او توان دی چې د الله تعالی په حدودو سترګي پټوي  او دسلطې په اوزارسره خلک د  ځان بندیان او غلامان کوي ، تر دې حده چې هغوئ  د خپلو حقوقو د دفاع توان له لاسه ورکوي . د آدم د خلقت له پیله د حق او باطل په سر نښتې رواني دي  او د بشریت د تاریخ زیاتره  جنګونه په همدې دلیل دي . حضرت امام حسین(ع) په تر ټولو حساسو شرایطو کښې د حق د بیرغوال په توګه د یزید په مقابل کښې چې د باطل بیرغوال ؤ ، د حق د ساتلو ،  تر قیامیت ورځې پورې د حق لارې د روښانولو  لپاره ځان  او د خپل ملګري قربان کړل . عاشورا له باطل سره د حق او  ارزښته ضدو سره د ارزښتونو  د دایمې جنګ ورایښت دی ، له همدې کبله  دغه پیښه لکه څنګه چې په تاریخ کښې  او ټولنو کښې تلپاتې ده  ،د ظالمانوضد دآزادي غواړو او خداي پرستو په ذهنونو کښې هم د یوې  بیلګې او اسطورې په توګه ساتل شوي ده . د کربلا د ستر غورځنګ د تلپاتې کیدو یو دلیل د راتلونکو نسلونو لپاره د پاڅون روڼوالی دی . حضرت امام حسین(ع) چې کله خپل ستر پاڅون پیل کړ ،نو له هر څه مخکې یې د خپل انقلاب ماهیت روښانه کړ  او ویې فرمایل چې  د ظلم او تباهۍ له مظهرونو سره مبارزه کوي  او نیت لري اسلام احیا کړي  او خلک د یزید د حکومت له شره وژغوري . حتی حضرت امام حسین(ع) د غورځنګ تکتیکونه او کارول شوي رودي هم بیان کړي ، له دې کبله د کربلا په غورځنګ کښې هیڅ مبهم ټکی نشته ،څو په راتلونکو کښې څوک په حضرت امام حسین(ع) نیوکې ونکړي  او د هغوئ د لارې په دوام کښې لالهانده  نه شي . حضرت امام حسین(ع)  محمد حنیفه ته په وصیت کښې د خپل غورځنګ ماهیت د اسلامي اصولو پر اساس بولي  او د دغه پاڅون د اجراکولو هدفونه هم د اسلامي قوانینو اجرا کول  ، د اموي د فاسد حکومت له مینځه وړل  او د علوي د عدالت د حکومت ټینګول بللي دي . حضرت امام حسین(ع) همدغه راز د دغه غورځنګ هدفونو ته د رسیدو په لاره کښې  له بې عدالتۍ ، استبداد او ظلم د  خلکو د ژغورنې او ټولنې د اصلاح لپاره  د عمل روده امر بالمعروف و نهي عن المنکر ګڼي او  ټینګار کوي د حضرت محمد(ص) او حضرت امام علی (ع) په  څیر به عمل وکړي . حضرت امام حسین(ع) په مکه کښې په یوه بل بیان کښې داسي فرمايي : ای خدایه! تاسو خبریاست هغه څه چې زمونږ په لاس (په ټولنه کښې ) ترسره کیږي نه د قدرت او پاچاهۍ د ترلاسه کولو لپاره ؤ او نه هم د مال او شتمنیو د لاس ته راوړلو لپاره. مونږ غوښتل ستا د دین د لارې نښې وړاندې کړو،ستا په ښارونو کښې (فسادونه ) اصلاح کړو ، څو ستا مظلوم بنده ګان په آمنیت ،هوساینې او ډاډ سره ستا عبادت وکړي ، مونږ دنده لرو چې ا سلامي فرایض، د پیغمبر اکرم(ص) سنت او الهي احکام اجرا کړو. حضرت امام حسین(ع) په خپلې وینا کښې د بشر اساسي اړتیاؤ ته اشاره کړي ده ، خو آیا  دا ممکنه ده چې یو انقلاب چې د انسانې ټولنو د اساسي غوښتنې لپاره وشي ،خو تلپانې نه شي ؟ دا چې د عاشورا پاڅون  بې ساری  وګرځیده ، بل دلیل یې  هم دا دی چې دغه پاڅون یو اخلاقي پاڅون دی .  د تاریخ په اوږدو کښې ډیر پاڅونونه شوي دي  چې پخپله لاره کښې اخلاق د سیاست  او مبارزې قرباني شوي دي ، خو د کربلا په پاڅون کښې اصلي چورلیز اخلاق دي ، له دې کبله له دښمن سره د حضرت امام حسین(ع)  چلند هم د پام او غور وړ دی . حضرت امام حسین(ع) د کربلا په پاڅون کښې داسي کوم  اقدام ونکړ چې د اسلام له اخلاقي ارزښتونو سره په توپیر او تضاد کښې وي . کله چې حضرت امام حسین(ع) نینواته ورسیده  او د دښمن د لښکر قوماندان حر بن یزیدریاحي ، هغوئ مجبوره کړل چې په کربلا کښې پاتې شي ، نو د حضرت امام حسین(ع) یو ملګري زهیر بن قین د یوه پيژندل شوي قوماندان په توګه حضرت امام حسین(ع) ته وړاندیز وکړ څو د دښمن د لښکر شمیر کم دی  او نور نه وي راغلي جنګ پیل کړي . خو حضرت امام حسین(ع) وفرمایل زه دځان لپاره یو اخلاقي اصل لرم  او هغه هم دا چې د جنګ پیلونکی نه یم ،مونږ به له دوئ سره جنګ پیل نه کړو . په زړه پورې دا چې حر د عاشورا په ورځ توبه وکړه  او حضرت امام حسین(ع) هم د هغه توبه ومنله . د عاشورا پيښه  له هغو ټکو ډکه ده ،چې د دې ښودنه کوي ،چې کربلا یو اخلاقي پاڅون  او اسلامي او انساني اصولو  تابع دی . په همدې دلیل ده چې مسلمانان او غیرمسلمانان هم ،چې کله د حضرت امام حسین(ع)د پاڅون فضا ته ننوځي ،نو دغه پاڅون ته له بلې زاويي ګوري  او د دغه پاڅون په فضا کښې د حضرت امام حسین(ع) د پاڅون د اخلاقي ارزښتونو تر جاذبې لاندې ورځي . شک نشته چې حسیني غورځنګ او پاڅون  په نړۍ  او د اسلام په تاریخ کښې ساری نلري . دشهید مطهري په وینا: په نړۍ کښې به له لوړې حماسي مرتبې یعني انساني اړخونو،نه د قومي او ملي اړخ له نظره د حسین بن علی د شخصیت په شان یوحماسي شخصیت ونه مومئ ،حسین د انساینت نغمه ده ،نو ځکه خو ساری هم نلري . د حضرت امام حسین(ع) پاڅون د لوړو انساني او اخلاقي جلؤړ ځلانده ورایښت  ځاي دي ، ځکه چې د دغه ورځي د میدان ډګر، له کفر او فساد سره د ایمان او معنویت د مقابلې ډګر ؤ  او د عشق او ایمان په لاره کښې له ټینګو انسانانو  له میړانتوب،ځوانمردۍ او د حماس له پنځولو پرته بله تمه نه کیږي .  له دې کبله ده چې د حضرت امام حسین(ع) له پوهاوي ډک  او پخپل وخت حرکت ، د ارزښتمنې ګنجینې په څیر په تاریخ کښې تلپاتي دی  او پیغام یې له یوه نسله بل نسل ته انتقالیږي

Add new comment