په دمشق باندې د کیمیائی حملې لپاره د ترهه ګرو یوه بله دسیسه

د دمشق د ختیځې غوطې یو باخبرې ځای سرچینې وویل، د موجودو شواهدو له مخې په دغه سیمه کښې موجود ترهه ګر د سوریې په پائېتخت باندې په کیمیائی موادو او زهرجنو ګېسونو سره حمله کول غواړی.

د لبنان د المیادین چېنل د نننی رپوټ له مخې په ختیځه غوط کښې ځای سرچینو وویل: د سوریې په ګڼ شمېر سیمو کښې کېمیائی مواد موجود دی چې ترهه ګرو ته دا اجازه ورکوی چې له دغو غېر متعارفو وسلو څخه استفاده وکړی او د سوریې حکومت په دغو حملو تورن کړی.
دغو سرچینو زیاته کړه: ترهه ګرو ډلو د ختیځې غوطې سیمې د اوسیدونکو ترمېنځ ماسکونه ووېشل، دغه سیمې د ترهه ګرو په کنټرول کښې دی.
د ځینو لویدیځو او عربو هېوادونو تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو او وسله والو ډلوپه ځلونو د سوریې او عراق د خلقو او فوځیانو په خلاف کېمیائی وسلې استعمال کړی دی چې مدرکونه او ثبوتونه یې هم نړیوالو ټولنو ته وړاندې کړې شوی دی.
لویدیځ هېوادونه او نړیوالې ټولنې د دغې موضوع د غندلو او حتی د ملګرو ملتو امنیت په شورا کښې یې د وړاندې کولو خنډ شوی دی او  په مقابل کښې د غلطو اطلاعاتو په خپرولو سره په دغه زمینه کښې د سوریې د حکومت د تورنولو کوشش کوی.
په همدې چوکاټ کښې وسله والو مخالفینو او ترهه ګرو ادعا وکړه چې د سوریې فوځ د ادلب په خان شېخون سیمه باندې کېمیائی حمله کړې ده او له دغې حملې وروسته د اپرېل په اومه نېټه امریکائی ځواکونو په حمص صوبه کښې د سوریې په هوائی اډه باندې توغندی اورول.
له بلې خوا د سوریې ولسمشر بشار  اسد په خان شېخون سیمه کښې کېمیائی حمله سل په سلو کښې خودساخته بللې ده.

Add new comment