شمالی کوریا یوه بله نوې توغندویی آزموینه وکړه

د ایرنا د راپور په اساس، شمالی کوریا نن د امریکا ګواښونو ته له پام پرته، یو نوئ توغندئ وآزمایه.

د شمالی کریا د توغندویی آزموینی خبر، نن سهار د دغه هیواد د لمړنی رهبر، او بنسټ ایښودونکی«کیم ایل سونګ» د زیږیدو د ۱۰۵ می کالیزې، او د یاد هیواد د پوځ د جوړیدو د پنځمې کالیزې د مراسمو له پیلیدو سره په یو وخت، د چین د رسمی خبری آژانس«شین هوا» له خوا خپور شو.
له دې وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د شمالی کریا له خوا؛ د شپږم اټمی آزموینې د ترسره کیدو، او د لویی وچې د ویشتلو په قابلیت د یو بالسټیک توغندی د توغولو خبر، د لویدیځ او جنوبی کریا د خبری سرچینو له خوا مطرح شوئ ؤ.
همداراز د ترلاسه شویو راپورونو سره سم، شمالی کریا نن د رسم ګذشت یا پریډ په مراسمو کی د لمړنۍ ځلې لپاره، له اوبتل څخه د توغولو په قابلیت سره، د خپل بالسټیک توغندی څخه پرده ایسته کړه.  

Add new comment