طالبان وایی امریکا په افغانستان کښې داعش ډله پیاوړې کوی

د افغانستان په ننګرهار ولایت د ستر بم له غورځولو وروسته افغان طالبانو هم خوله پرانیستله، وایی امریکا عملاً د داعش مرشته کوی.

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کښې د امریکې لخوا د داعش په سنګرونو د غیرایټمی بم د غورځولو د ادعا په غبرګون کښې طالبانو دغه کار غندلی او وایی چې امریکا دوه ګونې معیار لری، له یوې خوا د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو ادعا کوی او له بلې خوا په عملی توګه دغه ډله پیاوړې کوی.
د افغانستان د طالب ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد ادعا کړې چې دوی په تیرو وختونو کښې درې ځلې په ننګرهار کښې د داعش وسله والو ته دومره سخت زیان ورسوه چې د دغې ډلې له مینځه تلل یقینی وو خو د امریکې جنګی الوتکو پر طالبانو باندې په بمبارۍ سره داعشیان وژغورل. طالبان وایی په افغانستان کښې له داعش سره مبارزه د امریکې نه بلکې د افغانانو کار دی. که امریکا له چا اندیښمنه ده نو خپل سرحدونه دې خوندی کړی.

Add new comment