که امریکا پر شمالی کوریا حمله وکړی نو له بې رحمه ځواب سره به مخامخ شی

سرلیک: سپوټنیک خبری آژانس دشمالی کوریا د رسمی خبری آژانس له قوله راپورو رکړی د شمالی کوریا دپوځ لوی درستیزوالۍ پرون ویلی دی

 پیونګ یانګ تیار دی ، د شمالی کوریا په ضد دواشنګټن هرډول لمسونکی سیاسی، اقتصادی او پوځی اقدام ته به د هوا، سمندر او مځکې له لارې غاښ ماتونکی او بې رحمه ځواب ورکړی.

د شمالی کوریا لوئې درستیزوالۍ  ګواښ کړې  که  واشنګټن پرحمله وکړی ، په جاپان ، جنوبی کوریا   او په سئول کې  د دغه  هیواد  دولسمشر دهستوګنې  پر ماڼۍ به  بې رحمه حملې وکړی  او په څو دقیقو کې به ئې له خاورو سره خاورې کړی .
د شمالی کوریا دپوځ دلوئې درستیز والۍ په اعلامیې  کې راغلی دی ،  پخپله امریکا  به  هم دشمالی کوریا له توغندیو  خوندی پاتې نشی  او پیونګ یانګ تیار دی  دامریکا پر یوایس ایس کارل وینسټن   سترې جنګی بیړۍ    هم حمله وکړی .
د امریکا جنجالی چارواکو  له دې مخکې  په لمسونکو  څرګندونو کې ویلی ، که  پیونګ یانګ  خپله شپږمه ایټمی  آزموینه  وکړی ،نو دامریکا پوځ تیار دی چې پر شمالی کوریا حمله وکړی . چې ځینی کره راپورونه ښئ  شمالی  کوریا  دشپږمې ایټمی آزموینې لپاره ټوله تیاریانې کړی دی او ممکنه ده ډیرزر دغه آزموینه وکړی
 له دې سره په یووخت  د چین    خارجه وزیر  وانګ ئی  پرون   دروسیې له  خارجه وزیر  سرګئ لاؤروف سره  په ټیلیفونی خبرو په  کوریاټاپووزمه کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدو   په ټینګار سره  روښانه کړې ، چین   په دې باب  مرستې او  دخبرواترو له سره دپیلیدو په خاطر  له رورسیې سره  نزدې ملګرتیا ته تیار دی .  هغه په عین حال کې  ویلی دی  په کوریاټاپووزمې  کې  د هرډول جنګ اوناکراریو مخنیوی    دچین اوروسیې په ګټه دی .  هغه په عین حال کې ګواښ کړی  چې  په سیمې کې دتاؤتریخوالی دزیاتولو لپاره  لمسونکی لوری باید  دهرډول  غمیزې دپایلو  منلو ته هم غاړه کیږدی

Add new comment