د افغانستان له طالبانو سره د روس مرستې تور 

سر لیک: په افغانستان کښې د روسیې سفیر څه موده مخکې له طالبانو سره دماسکو ارتباط تائید کړی وو .

ټی وی شیعه(پښتو برخه). د پارس خبرونو نه په نقل، افغانستان کښې د روسیې سفارت وویل ماسکو دافغانستان د امنیتی ځواکونو د روزنې ، منظمولو ، مهماتو او د وسلو په شمول دکابل دامنیتی او ملی ادارو په سمبالولو کښې وړتیا مرستې کوی .
په افغانستان کښې دروسیې سفارت دیوې(۱) بیانیې په خپرولو سره له طالبانو د ماسکو په ملاتړ کښې د افغانستان دځینو امنیتی چارواکو او د ملی پارلمان د  د یوشمیر استازیو تورونه رد کړل .
داپه داسې حال کښې دی چې په افغانستان کښې د روسیې سفیر څه موده مخکې له طالبانو سره دماسکو ارتباط تائید کړی وو .
په افغانستان کښې سیاسی او قانون جوړونکی ټولنې او ادارې په هیواد کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره دافغانستان له حکومت سره دروسیې د حکومت د ملګرتیا غوښتونکی دی .

Add new comment