د سوریې پوځیانو له کیمیاوی وسلو کار نه دی اخیستی

سرلیک: ادلب ولایت حاضردمه دسوریې د ترهګرو ډلو او د وسله والو مخالفانو اصلي مرکز دی .

ټی وی شیعه(پښتو برخې) راپور له مخې، پارس ټو ډي وایی دسوریې پوځ نن په ادلب ولایت کښې په خان شیخون ښار د حکومتی عسکرو د کییماوی وسلو دحملې په اړه د وسله والو مخالفانو ادعا دروغ وبلله .
دسوریې یوې(۱) پوځی سرچینې چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل پوځ هیڅ کله په خپلوحملو کښې کیمیاوی نه دی استعمال کړی او نه به یې استعمال کړی .
دسوریې ترهګرو او مخالفووسله والو ته اړونده خبری سرچینو نن ادعا وکړه چې په شمال لویدیځ کښې په ادلب کښې په خان شیخون ښار څو حکومتی جنګی الوتکو دکیمیاوی ګازونو لرونکی توغندی چې زهرجن سارین ګاز ته ورته کړچار لری حملې کړی دی .
دسوریې ترهګرو او وسله والو مخالفانو دغه جنګی الوتکې د روسیې او سوریې بللی دی .
دسوریې ترهګرو دغه راز ادعا کړی ده چې ددغوحملو له کبله کابو شپیته(۶۰)  کسان وژل شوی او دوه سوه(۲۰۰) نور ژوبل شوی هم دی .
دغه راز د سیمې ځینو رسنیو د سوریې دادلب پیښه د  کیمیاوی بمونو په هغه ګودام کښې چې دترهګرو په  کنټرول کښې وو د بم چاودنې له کبله بللی ده .
ادلب ولایت حاضردمه دسوریې د ترهګرو ډلو او د وسله والو مخالفانو اصلی مرکز دی چې د حلب په شمول د  ښارونو له ازادیدا وروسته دغه ولایت ته انتقال کړې شوی دی .

Add new comment