په ننګرهار کښې یو شمېر داعشی ترهه ګر ووژل شول

سرلیک: په ننګرهار ولایت کښی نهه تنه داعش ترهه ګر ووژل شو او دوه نور ژوندی ونیول شول

ټی وي شیعه(ایکنا)راپور له مخې، د پارس ټو ډی نه په نقل، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د نن وویل د پولیسو ځانګړی ځواک په یو چټک اقدام کښې د اچین ولسوالی په اړوند سیمه کی نهه تنه داعش ترهه ګر ووژل شو دهغوې یوه دهشکه ویجاړه او دوه تنه له وسلو سره ژوندی ونیول شول چی یو یی د نوموړی په وینا دګاونډی هیواد پاکستان وګړے دے مشرقیوال وویل دپولیسو د ځانګړی ځواک په دی اقدام کی عامه خلقو او عملیات کونکو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې. داعش ترهه ګرې ډلې تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی
له بل پلوه د ننګرهار ولایت په هسکی مینی ولسوالی کښی عینی شاهدانو ویلی چې داعش وسله والو ددی ولسوالی په ګورګورۍ سیمه کښی د پاپین لیسې ودانۍ ته اور اچولی او سوزولې یی ده  یاده لیسه له تیرو دوه کالو راهیسی د داعش وسله تکفیری ډلې له لورې د زده کوونکو او ښوونکو پر مخ تړل شوې ده له دی وړاندی هم د داعش او امنیتی ځواکونو تر منخ نښتو کی د دغې لیسی ودانۍ ته زیان رسیدلی و د ننګرهار ولایت دپوهنې ریاست چارواکو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی

Add new comment