د جنرل راحیل شریف په قوماندانۍ د سعودی په مشرۍ د فوځی ائتلاف په اړه پاکستان ته د ایران ملاحظات ابلاغ شول

سرلیک: د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د نقل له مخې په دغه هېواد کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر مهدی هنر دوست وویل جنرل راحیل شریف ته د سعودی فوځی ائتلاف د قوماندانۍ د پوسټ سپارلو لپاره د رضایت لیک یا N.O.C د جاری کولو په اړه یې پاکستان ...

د ټی وی شیعه(پښتو برخې)راپور له مخې، په پاکستان کښې د ایران سفیر د دې چارې په تائیدولو سره چې دا صحیح ده چې د (N.O.C) له صادرېدو مخکې پاکستان څو ځل له ایرانی چارواکو سره خبرې اترې کړې وې خو معنا یې دا نه ده چې ایران په دغه فېصله مطمئن او راضی دے یا یې دا فېصله منلې ده. هغه همدارنګ زیاته کړه چې تهران اسلام آباد ته دا اطمینان ورکړے دے چې ایران د داسې یو فوځی ائتلاف غړے نه شی کېدې او نه هم تر اوسه ایران ته داسې څه تجویز وړاندې شوے دے.
د ویلو ده چې د پاکستان د فوځ د پخوانی قوماندان جنرل راحیل شریف له پېنشنی کېدو وروسته چې د 2016 کال په نومبر کښې یې بڼه ونیوه په دې موضوع باندې بحثونه شروع شول چې هغه د سعودی تر مشرۍ لاندې د فوځی ائتلاف قوماندان کیږی چې بیا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وویل چې په دې باره کښې د دغه هېواد او سعودی ترمېنځ اصولې موافقه شوې ده او اوس څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا په رسمی توګه دا خبره تائید کړه چې پاکستان په سرکاری توګه په دغه فوځی ائتلاف کښې ګډون کړے دے چې ځینې سیاسی او مذبی ګوندونه د پاکستان د حکومت د دغې فېصلې په اړه یو لړ ملاحظات لری په تېره بیا د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په واضحه توګه اعلان کړے دے چې دغه مسئله به پارلېمان ته کښې وړاندې کړی.
 کله چې په تېرې جنورۍ میاشت کښې د وړومبی ځل لپاره د سعودی د فوځی ائتلاف د قوماندانۍ موضوع مطرح شوه او جنرل راحیل شریف د دغه پوسټ د ترلاسه کولو لپاره سعودی ته هم ولېږلے شو، په هغه وخت کښې د پاکستان په  دننه کښې د سختو نیوکو په وجه د دغه هېواد د حکومت دریځ له ابهام سره مخامخ ؤ او کله به یې ویل چې جنرل راحیل شریف له حکومت سره په غږملتیا سره دغه پوسټ قبول کړے دے او کله به یې ویل هغه د عمرې د اداکولو لپاره سعودی ته لاړ دے او د فوځی ائتلاف د قوماندانۍ د پوسټ د قبلولو لپاره پکار دی له حکومت سره غږمله وی او پکار دی یو شمېر شرائط ومنلې شی.
خو اوس چې د موضوع له مطرح کېدو څخه درې میاشتې تېریږی او نیوکې او اعتراضات اودۀ شول نو د پاکستان د حکومت لخوا بیا دغه موضوع مطرح شوه او هم یې اعتراف وکړ چې جنرل راحیل شریف د سعودی فوځی ائتلاف قوماندانی د دواړو هېوادونو د موافقې له مخې قبوله کړې ده او هم یې اعتراف وکړ چې پاکستان د دغه فوځی ائتلاف د جوړېدو له ابتداء راهسې د دغه ائتلاف غړے ؤ او دے.
دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان په پارلېمان کښې مخکې دا فېصله شوې وه چې پاکستان به په سیمه ایزو لانجو کښې بې طرفه وی او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم په همدې وجه د جنرل راحیل شریف لخوا د سعودی فوځی ائتلاف د قوماندانۍ د پوسټ له قبلولو سره د مخالفت په اعلانولو سره ویلی دی چې دا فېصله د پارلېمان د فېصلې په خلاف ده. هغه په پارلېمان کښې د دغې موضوع د مطرح کولو غوښتنه هم کړې ده. د عمران خان د وېنا له مخې د سعودی دغه فوځی ائتلاف د شیعه مسلمانانو او ایران په خلاف دے او پکار نه دی پاکستان د داسې یو فوځی ائتلاف غړے وی او که داسې وشی نو په پاکستان کښې به د کورنی جنګ سبب وګرځی.
د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرل پروېز مشرف هم جنرل راحیل شریف ته په خطاب سره خبردارے ورکړے ؤ چې سعودی فوځی ائتلاف یو فرقه ایز ائتلاف دے او دا خبره یې په ګوته کړې وه چې له ایران نه پس تر ټولو زیات شیعه په پاکستان کښې دی او دا یوه ډېره خطرناکه معامله ده او پکار نه دی راحیل شریف او پاکستان دغې لانجې ته ورودانګی.
د پاکستان د فوځ پخوانی قوماندان جنرل مېرزا اسلم بېګ هم زمونږ له تهران رېډیو سره په مرکه کښې وویل چې  د سعودی فوځی ائتلاف په حقیقت کښې د شیعه ؤ په خلاف یو سنی ائتلاف دے چې د امریکې لخوا پلان شوے دے او سعودی یې د دغه ائتلاف په سر کښې راوستے دے چې له دې وروسته شیعه او سنی هېوادونه په خپلو کښې سره ښکېل کړی. هغه په دغه ائتلاف کښې د پاکستان د ګډون او د جنرل راحیل شریف لخوا یې د قوماندانۍ د منلو په اړه وویل چې پاکستان د امریکې د خوشحالولو او البته د هېواد د ملی ګټو په خاطر نه بلکه  د نواز شریف، راحیل شریف او قمر جاوېد باجوه د خپلو ذاتی ګټو په خاطر د سعودی تیلی ډالرو د حاصلولو لپاره د دغه ذلت تر جغ لاندې راغلے دے. د جنرل اسلم بېګ د وېنا له مخې دغه ائتلاف د امریکې او اسرائیلو په خلاف د مقاومت د محاذ چې ایران یې مشری کوی په مقابل کښې د خپلو ملتونو د نۀ ملګرتیا په وجه هیڅ کار نه شی کولې.

Add new comment