هیوادونه دې پر خپلو ژمنو پابند ووسی

سرلیګ: د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د پارلیمانی چارو مرستیال په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې تهران پر خپلو ټولو نړیوالو ژمنو پابند دی، څرګنده کړه: نور هیوادونه دې هم پر خپلو ژمنو پابند ووسی.

ټی وی شیعه(پښتو برخې) راپور له مخې، د پارس ټو ډی نه په نقل، د ایرنا د خبر له مخې حسینعلی امیری د هنګری د وزیراعظم د مرستیال ژولټ شمین په کتنه کښې په دې خبرې سره چې ځینی هوادونه د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) د اجرا په لاره کښې خنډونه جوړوی او دا لوظ ماتونې د نړیوالې ټولنې په ګټه نه دی، څرګنده کړه: ایران تمه لری چې د هنګری حکوت د برجام په شمول د نړیوالو ژمنو د بشپړې اجرا لپاره خپل نفوذ وکاروی.
امیری همداشان د ایران او هنګری پریمانه کلتوری مشترکاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: تهران له بوداپسټ سره د خپلو سیاسی، پارلیمانی، اقتصادی او کلتوری اړیکو پراختیا او ژورتیا ته مینه لری او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا ډیرې زمینې هم موجودې دی.
په دغه کتنه کښې د هنګری مرستیال وزیراعظم ژولټ شمین هم د بندیز له سیاست سره د مخالفت په ترڅ کښې چې د ځینو لویدیځو هیوادونو لخوا د ایران او روسیې خلاف کارول کیږی، هیله وښودله چې له برجام په دې وروسته پړاو کښې د ایران او هنګری اړیکې پراخې شی او په اقتصادی، تجارتی او بانکی زمینو کښې هم مطلوب حد ته ورسی.

Add new comment