په پروان ولایت کښې دېرش زره کیلوګرامه چاودونکی توکی نیول شوی دی

سرلیک: د افغانستان امنیتی ځواکونو د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې دېرش زره کیلوګرامه (C4) چاودونکی توکی کشف کړی، خو د ساتلو په اړه یې شکمن کس تښتېدلى دى.

ټی وی شیعه(پښتو برخې) راپور له مخې، د پارس ټو ډي خبرونو نه په نقل، د پژواک خبری آژانس د خبر له مخې د پروان ولسوال عبدالشکور قدوسی وویل چې دغه چاودونکې توکی د مرمۍ په بڼه ساتل شوی او د بګرام په شاکاى کلی کې په دوو سوو بوجیو کې ځاى پر ځاى شوی وو.
هغه وویل چې امنیتی ځواکونو دغه مواد تېره ورځ کشف او ترلاسه کړی دی.
نوموړى وایی چې دغه مواد  په څلورو بار وړونکو موټرو کې د بګرام باریکاب سیمې ته لېږدول شوی او ټاکل شوې چې نن په هغه ځاى کې له منځه یوړل شی.
د  هغه په خبره چې د شاکا کلی اوسېدونکى میرزا ګل د دغو توکو په ساتلو او پټولو شکمن پېژندل شوى او تښتېدلى دى.
قدوسی وایی چې په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دی.
د پروان امنیې قوماندانۍ د امنیت امرضیاء الرحمن فایض د دغه خبر د پخلی تر څنګ وایی چې یاد مواد قوی چاودونکی توکی دی، که چېرې د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلی واى نو دولتی ځواکونو ته ډېر زیان اړولی شو.

Add new comment