اورپا کې د اسلامی سازمانونو د تدریس طریقو څېړلې کېږي

سرلیک: د فرانس، هالینډ، ایټالیا او هسپانیا هیوادونو د اسلامی تدریسی سازمانونو چارواکو غونډه، د هسپانیا په ګرانادا ښار کې د دغه سازمانونو د تدریس په طریقو کې څړنې په هدف شورو شوه.

ټی وی شیعه(پښتو برخې) راپور له مخې، د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) ویبپاڼې نه په نقل، دا غونډه د اسلامی علمونو، تدریس او کلتوری سازمان(آیسسکو) په همت او د اندلس د اسلامي ټولنو اتحاديه د همغږۍ سره شورو شوه چې ۵ ورځې ادامه لري.
په دې غونډه کې فرعي سيمه ييز، په تدریسی طریقو کې بدلون، د اروپا په اسلامی هیوادونو کې د تدریس په سازمانونو کې د مدیریت او روزنې ساتلو په هکله څېړنې کېږي او اعتدال او منځلارۍ پربنسټ تدریس لارې به وړاندې کېږي.
د آیسسکو سازمان یوه بیانیه کې اعلان وکړو: په دې غونډه کې چې د اسلامی تدریس سامانونو واقعیت، علمی محدودیت، اداری، تدریسی، مالی تشخیص ورکولو هدف سره پیل کېږي د فرانس، هالینډ، ایټالیا او هسپانیا هیوادونو نه د اسلامی تدریسی سازمانونو چارواکې په غونډه کې به شتون لري.
په دې بیانیه کې راغلې: په دې غونډه کې ګډون کوونکې به د دغه سازمانونو د پلان د بدلون له لارې د تدریس د ودې، څارنې، ارزونې او په دې لار کې د کامیابو تجربو نه استفادې سره د حل لارې وړاندې کړی.
اروپا کې د اسلامی سازمانونو رول ته ودوه ورکول او د اروپا کې د اسلامی تدریس سازمانونو پرمختګ په هدف سره خبرې اترې او د د تجربو د تبادلې سره پرمختګ ترلاسه کول هم د دې غونډې موضوعات نه شمېرلي شوي.

Add new comment