په ټول کشمیر کښې کاربندیز،  د مودی په سفر باندې اعتراض

سرلیک: د هندوستان د وزیراعظم کشمیر ته په سفر باندې اعتراض کوونکو دغه ټوله سیمه کښې سراسری کاربندیز وکړو.

ټی وی شیعه(پښتو برخې) راپور له مخې، د پارس ټو ډی نه په نقل، د ننی کاربندیز له امله په کشمیر کښې ټول سوداګری او سوداګری مرکزونه، بازارونه او ښوونځی بند دی او سخت امنیتی تدابیر برقراردی او ټوله سیمه په یوې پوځی اډې بدله شوې ده.
د کشمیر د حریت کانفرنس مشرانو د هند تر کنټرول لاندې دغې سیمې له خلکو وغوښتل چې کشمیر ته د هندی وزیراعظم نریندر مودی له سفر سره هم مهاله مظاهرې او عمومی کاربندیز وکړی.
د هند وزیراعظم نریندر مودی نن په کشمیر کښې د یو تونل د پرانیستې لپاره دغې سیمې ته تللی دی.

Add new comment