پاکستان په کشمیر کښې د هندوستان ډزې وغندلې

سرلیک: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی پوځیانو ډزې وغندلې.

ټی وی شیعه(پښتو برخې) راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د پاکستان خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې د کشمیر کنټرول لاین په چری کوټ سیمه کښې د هندی ځواکونو په ډزو کښې یو پاکستانی ښاریز زخمی شو. هند او پاکستان تل یو بل د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوی. د اوربند د خیال ساتنې لپاره د ۲۰۰۳ کال له موافقې سره سره د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی او پاکستانی پوځیانو ترمینځ د ډزو تبادله دوام لری.

Add new comment