پاراچنار بیا د ترهګرۍ ښکار

سر لیک: په پاراچنار کښې یو ځل بیا د تکفیریانو ترهه ګره حمله او په وړاندې یې د اسلام آباد حکومت چوپتیا د غور وړ خبره ده.

ټی وی شیعه(پښتو برخې)راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د پاکستان د کورمې ایجنسی د پاراچنار مظلومو خلکو چې پرون یې په شهیدانو پارک کښې د شهیدانو له جنازو سره یو ځائ د حکومت او پوځ له لوری  امنیت ټینګولو ته پر بې پامی او توپیر په اعتراض کښې پرلتۍ وهلی وې،د ځائی حکومت او د خلکو د استازو ترمینځ په خبرو اترو پسې بیګا نیمه شپه پای ته ورسیدله او حکومت د خلکو څو غوښتنې ومنلې لکه د تلاشۍ په پوسټو کښې د نورو ځواکونو پر ځای د کورمې ملیشې د ځائی ځواکونو ګمارل او د هغو عسکرو له کاره لرې کول او سزا کول چې په سوله ایزو اعتراض کونکو یې ډزې کړی وې،له دې وروسته د شهیدانو جنازې اول د پاراچنار مرکزی امامبارګاه ته یوړل او بیا خاورو ته د سپارلو لپاره خپلو خپلو سیمو ته یوړل شوې.
پرون غرمه پاراچنار یو ځل بیا د تکفیریانو د ترهګرې حملې له امله په وینو کښې ولوغړیده او له چودیدونکو موادو ډک ګاډې مرکزی امامبارګاه ته څیرمه وچودول شو چې له امله یې د یوه ماشوم یوې ماشومې او ښځې په شمول ۲۷ تنه مړه او تر ۷۰ زیات ژوبل شول ،پر دغه جنایت په اعتراض کښې د اسلام آباد،کراچی،پیښاور او ټنډو محمدخان په شمول د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې سوله ایزې مظاهرې وشوې.پرون په پاراچنار کښې هم پر دغه جنایت په اعتراض کښې سوله ایزه مظاهره کیدله چې د ملیشا غیر ځائی ځواکونو پرې ډزې وکړې او د پاراچنار د حسینی غورځنګ د مشر علامه سید عابد حسین الحسینی په وینا پکښې دوه تنه مړه او نهه نور ژوبل شول.
د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی علامه سید عابد حسین الحسینی دغه جنایت غندلی او وییلی یې دی.د یوه داسې هیواد له چارواکو به څه توقع ولرل شی چې د پوځ پخوانی عمومی قومندان یې د سعودی عربستان په سرغنه توب د پوځی ایتلاف قوندانی منی او پخپله دغه هیواد د نرهګرۍ ستر ملاتړی وی.د سید عابد حسین الحسینی په وینا،د سپاه صحابه،لشکرجهنګوی او پاکستانی طالبانو په شمول په پاکستان کښې معلوم ترهګر د ځینو استخباراتی کړیو له خوا ملاتړ کیږی  او د سعودی عربستان له لوری یې مالی او فکری مرسته کیږی.هغه همدغه راز په ګوته کړه:نن سبا په پاکستان د ځنګل فانون واکمن دی او که چیرې حالات همدا شان دوام ومومی نو بیا به د ځوانانو کنټرولول ستونزمن وی.د دې پر خای چې د ملیشې څواکونه امنیت وساتی او د ترهګرو حملو مخه ونیسی،پر سوله ایزو اعتراض کونکو ډزې کوی.
علامه سید عابد حسین الحسینی چې د پاراچنار د پرونۍ ترهګرې حملې په اړه له یوې رسنۍ سره خبرې کولې امنیتی ادارې او ملیشې ځواکونه د دغه ډول جنایتونو مسُول وبلل او زیاته یې کړه:په پلټونکو پوسټو کښې له سختو امنیتی تابیاؤ سره سره څنګه له چودیدونکو موادو ډک ګاډی له دومره خنډونو تیر شی.هغه وویل:کله چې امنیتی اورګانونه نه غواړی یا یې نه شی کولای چې امنیت ټینګ کړی او  د خلکو د ځان او مال ساتنه وکړی نو بیا خلک مجبوره دی چې په خپله د ځانونو حفاظت وکړی.
پخوانی سناتور همدغه راز د کورمې ملیشې په قومندان کرنل عمر د سختې نیوکې تر څنګ وویل:دا یو ظالم انسان دی نو له حکومته یې وغوښتل چې ډیر ژر دې له دې ځایه لرې کړای شی.هغه د کورمې ځائی حکومت هم د پرونی جنایت مسُول وباله او له مرکزی حکومته یې وغوښتل:د کورمې ملیشې قومندان کرنل عمر او اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ دې سملاسی له کاره څنګ ته کړی او د کورمې ملیشې ځائی ځواکونه دې بیرته کورمې ایجنسی ته راوستل شی.
د وییلو ده چې د پاراچنار د پرونی جنایت پړه پاکستانی طالبانو پر غاړه اخیستی خو یاده دې وی چې جماعت الاحرار، لشکر جهنګوی،سپاه صحابه،پاکستانی طالبان او داعش ټول یو ماهیت لری او د وهابیت په چورلیز چورلی چې د سعودی عربستان له لوری یې مالی او فکری ملاتړ کیږی.

Add new comment