موصل کې د حضرت یونس علیه السلام مقبره کې د قرآن کریم تلاوت

سرلیک: د امام حسین علیه السلام د سپڅلې زیارت د موصل ښار شرق شمالی کې په حضرت یونس علیه السلام مقبره کې د عراق د ځواکونو او وسله والو خلکو په شتون کې د قرآن کریم محفل پیل کړو.

د ټی وی شیعه «پښتو برخې» راپور له مخې، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) نه په نقل، سره د دې چې د حضرت یونس مقبر تراوسه داعش په نښه اخیستلې، بیا هم د قرآنی رسنۍ چې د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت سره تړون لري د تکفیر د ننګونه لپاره یو قرآنی محفل د حضرت یونس علیه السلام مقبره کې پیل کړو.
د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړلې د قرآنی رسنۍ برخې مشر عمار الخزاعی په دې اړه وویل: دا قرآنی محفل په دارنګه حالاتو کې پيل شو چې د داعش سنایپر هر هغه کس چې د حضرت یونس علیه السلام مقبرې ته زیارت لپاره راځې یا دغې سیمې ته راځې خپل هدف ګرځه وې.
هغه زیاته کړه: د حضرت یونس علیه السلام مقبره د مقابلې په سمیه کې د موصل ښی لاس ته موقیعیت لری چې اوس هم په کې د تکفیری داعش سره په کې سختې نښتې راوانې دی.
عمار الخزاعی څرګنده کړه: په دې قرآنی محفل کې د عراق یو شمېر تنظیمي ځواکونو هم شتون لرلو او دا قرآنی محفل د حضرت یونس علیه السلام په مقبره کې داسي حالاتو کې پیل شو چې له دې نه مخکې تکفیری داعش د حضرت یونس علیه السلام په مقبره کې د چاودنې اقدام هم ترسره کړي وو.
په کال ۲۰۱۴ کې داعش د عراق غربی شمال یوه لویه برخه په څو اونۍ کې ترلاسه کړی وه او د حضرت یونس علیه السلام مقبره یی ویجاړه کړی وه چې دې کار یی غوسه او اعتراض په ټوله نړیواله کې راوچت کړو.
د عراق ځواکونو تېر کال د دی په میاشته کې د موصل په جګړه کې ګټې ترلاسه کړې وې او د حضرت یونس علیه السلام مقبرې سره یی دغه ښار هم ازاد کړی وو او په مقبره یی د عراق بیرغ یی اوچت نصب کړو. په موصل کې د حضرت یونس علیه السلام مقبره د مسلمانانو او عیسایانو د زیارت ځای شمېرلي کېږي.

Add new comment