د انقلاب معظم لارښود: د خلکو د ستونزو حل په انقلابي او اغیزمن مدیریت کې دي

سرلیک:د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود په مشهد مقدس کښې د حضرت امام رضا(ع) د سپیڅلی حرم د منجاورانو او زیارتوالو په سترې غونډې کښې ټینګار وکړو: داسې مشکل نه لرو چې د حل وړ یی نه وی خو هله چې د خلکو د ستونزو حل په انقلابي او اغیزمن مدیریت سره وشی.

ټي وی شیعه«پښتو برخې» راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله خامنه ای د فتر نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای: له پیاوړی اقتصاده پرته دوامداره عزت او امنیت ته نه شی رسیدل کیدای،باید دغه څیزونه پوره کړو او له ملی اتحاد او له نظام سره د ملت له عمومی پیوستونه پرته دغه غوښتنې نه پوره کیږی.هغوئ ټینګار وکاوه:د هیواد د راتلونکی لپاره کلیدی او لومړیتوب لرونکی خبره،ملی او کورنی تولید دی او زما غوښتنه پر ملی تولید تکیه ده. د دښمن هدف پر ایرانی ملت د اقتصادی فشار راوړل وبلل او زیاته یې کړه:دښمنان غواړی له اسلامی جمهوری نظامه د خلکو زړونه تور او واړه وی نو د دې کبله د ایرانی اولس ننی لومړیتوب اقتصادی مسُله ده.
دمشرتابه ستر مقام د کار کسب برابرول،د وړتیاو غوړیدل،د ځوانانو نوښت،د هیواد د مهمو اسعارو نه کارول، د ځوړو پانګو کارول او د صادراتو زیاتول د تولید د زیاتولو د اغیزو او ګټو بیلګې وبللې.هغوئ د اقتصاد په غوړیدا کښې د مسُولانو پر مهم رول په تینګار سره په ګوته کړه:د اولس د هر وګړی مسُولیت احساس هم په کورنی تولید کښې مهمه مسُله ده.
داسلامی انقلاب معظم لارښود د داخلی تولید د غوړیدا او پراختیا د لارو په بیانولو سره وفرمایل:د هغو شیانو واردول چې د هیواد دننه تولیدیږی باید یو شرعی او قانونی حرام کار وبلل شی.
هغوئ د هیواد پوځی او دفاعی بریاوې ډیرې ښې وبللی او زیاته یې کړه:یو داسې هیواد چې له انقلابه وړاندې له پوځی پلوه یوازې په بهر هغه هم د امریکا په څیر په دښمن پورې پیلې ؤ اوس د دښمنانو د سترګو خار جوړ شوی او غوسه کړی یې دی.
حضرت آیت الله خامنه ای وفرمایل:په غږرده وایم که په بیلا بیلو برخو کښې مدیریت دنداره،انقلابی او کارنده واوسی نو ټول مشکلات هواریږی او مونږ داسې مشکل نه لرو چې د حل وړ یی نه وی ځکه چې ایران یو شتمن هیواد دی او په همدې خاطر سلطه پال دښمنان ورته په تمه داره سترګه وینی خو دا ارمان به تر ګوره پورې یوسی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود انتخاباتو ته په نغوتې سره وفرمایل:زمونږ لپاره انتخابات ډیر مهم دی نه یوازې اولسمشریزې ټولټاکنې بلکې پارلمانی او شوراګانو انتخابات هم همداسې دی چې د دینی اولسواکی په دوو رکنونو کښې یو دی.
هغوئ په انتخاباتو کښې د خلکو عمومی ګډون مهم وباله او زیاته یې کړه:دا زما مهمه غوښتنه ده او زه پکښې دخالت نه کوم او یوازې په هغه بڼه کښې دخالت کوم چې یو څوک وغواړی د خلکو د انتخاب او رائ په وړاندې ودریږی.

Add new comment