له مسئولانو د ولس او رهبرۍ غوښتنه پر تولید او کارکسب تمرکز دی

سرلیک: داسلامی انقلاب معظم لارښود د ۱۳۹۶لمریز کال دپیلیدو او د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها د نیکمرغه زوکړې او دنوروز د نیکمرغه اختر په مناسبت پخپل پیغام کې درستو ایرانیانو په تیره بیا دشهیدانو ، سرښیندونکو محترمو کورنیو ته او دغه راز د ایران درست ملت

د ټی وی شیعه«پښتو برخې» راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله خامنه ای د فتر نه په نقل، داسلامی انقلاب معظم لارښود د ۱۳۹۶لمریز کال دپیلیدو او د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها د نیکمرغه زوکړې او دنوروز د نیکمرغه اختر په مناسبت پخپل پیغام کې درستو ایرانیانو په تیره بیا دشهیدانو ، سرښیندونکو محترمو کورنیو ته او دغه راز د ایران درست ملت او دنړۍ درستو مسلمانانو لپاره له برکت ، امنیت او هوساینې سره یو ځای دکال په هیلې او مبارکۍ وئیلو سره نوی لمریز کال د :مقاومتی اقتصاد،تولید،کارکسب لرونکی: کال ونوماوه.
داسلام انقلاب معظم لارښود حضرت آیت آ.. العظمی سید علی خامنه ای پخپل پیغام کې د۳۹۵لمریز کال د ایران دملت لپاره له خوږلختونو اوځینو تریخوالو سره یو ځای وباله او په تیر لمریز کال کې ئې دملت ځینو ویاړمنو اوخوشالۍ ډالۍ کونکو ځینو مهمو لاملونو ته په اشارې سره وویل ، دایران عزت اودمحترم ملت هویّت د تیر لمریز کال په ټولو قضیو اوپیښو کې څرګند ؤ او په درستې دنیا کې دښمنانو هم دایران دملت په اقتدار او عظمت اعتراف کړی دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دامریکا دولسمشر دبې احترامیو په ځواب کې د بهمن په ۲۲ نیټې داسلامی انقلاب دنیکمرغه کلیزې په ورځ او دغه راز دقدس په نړیوالې ورځې د ولس په ستر کانګرس کې دولس غیرتی اوولولناکا وپرتمین شتون دایران د ولس دلوړو موخو اوهویّت ښودونکی وباله او وې فرمائیل ، سره له دې چې دایران ګاونډیان او دسیمې هیوادونه له ناکراریو او بې ثباتیو سره لاس اوګریوان دی ، دایران امنیت پر سیمه ایز اونړیوال بې ثباته او ناکراره چاپیریال کې یوه خاصه ځانګړنه درلوده او دایران مل په درست کال کې تل پاتې امنیت تجروبه کړ .
دځوانمردانه همت او مومن پال حرکتونه، دایران دملت دپرمختګونو اوبریالیتوبونو په ارزونې کې دوې نوره ځانګړنې وې چې داسلامی انقلاب معظم لارښود ورته اشاره وکړه او وې فرمائیل: په درست ایران کې د ځوانانو د زرګونو ډلو له خوا د علمی کلتوری ،تولیدی اوسپورټی ویاړمنو او ولولناکو فعالیتونو لیدل او دخلکونندارې ته ئې وړاندې کول او دغه راز په زړه پورې او پرتمینو مذهبی کلتوری او تاریخی غونډو او فعالیتونو ترسره کیدا ، دایران دملت او هیواد لپاره مثبت او ښادۍ ډالۍ کونکی ټکی دی .
حضرت آیت الله خامنه ای په تېر کال کې د د خلکو او په تېره د ټولنې بېوزلو او منځنۍ ټولګیو افتصادی او معیشتي ستونزو سره تړلې تریخوالي او سختي ته اشارې سره زیاته کړه: زه د خلکو له حالاتو نه خبر یم، نو ځکه د خلکو او په تېره د ټولنې بېوزلو او منځنۍ ټولګیو ستونزۍ لکه بیکارې، تبعیض او ټولنیزه تاوانونه خپل وجود کې حس کوم.
هغوي تاکیید وکړو: مونږ ټول مسؤل یو او باید هم د الله او د ملت خلکو ته ځواب ورکړو.
داسلامی انقلاب معظم لارښود دنوروز دجشن په مناسبت په دغه پیغام کې د ۱۳۹۵لمریز کال په نومولو او دهغو ښو کارونو په ترسره کولو کې پر اقدام اوعمل ټینګار ته په اشارې سره چې ئې راپورونه وړاندې کړی دی ، وفرمآئیل ؛ البته دولس او رهبرۍ له تمو سره دترسره شویو کارونو ترمینځ ډیر واټن شته او باید په ټول کې مثبتې اومنفی احصائې ولیدل شی .
دوی همداراز مقاومتی اقتصاد نامې ته پام ، ډیر اغیزمن وباله او اوسنی وضعیَت د دعلاج او حل لارې په باب ئې هم زیاته کړې ، په اساسی اومهمو ټکو د مقاومتی اقتصاد په ویشلو او په دغوټکو د مسئولانو اوولس د ټولو هلوځلو متمرکز کول درملنه ده او دغه اساسی ټکی ، داخلی محصولات اوتولیدات او دکارکسب په تیره بیا دځوانانو دکارکسب پیدا کول دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دهمدغه ضرورت په اساس ۱۳۹۶لمریز کال : مقاومتی اقتصاد، تولید او دکارکسب :کال وباله او روښانه ئې کړه ، په دغو اساسی ټکو تمرکز اوپلانونه له مسئولانو دولس اورهبرۍ غوښتنه او د اوڅاره اومحسوسو بریالیتوبونو دراپنځیدو لامل دی او مسئولان باید دکال په پای کې نتیجې ولس ته وړاندې کړی ..

Add new comment