د امریکا په پنسیلوانیا جومات کې له غیر مسلمانانو استقبال

سریزه: د آمریکا په پنسیلوانیا ولایت کې د اسکرانتون ښار په جومات کې پرون د غیر مسلمانانو سره اړیکې او پېژندنې هدف سره د یو شمېر غیر مسلمانانو نه استقبال ؤ شو.

د ټی وی شیعه«پښتو»راپور له مخې، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) نه په نقل، نوې مسلمانه شوې او فعاله تیم مالونی د دې مراسمو په اړه وویل: د دې پروګرام هدف د دینونو ترمنځه د دوستۍ، ملګرتیا، خبرې اترې او د ټولنې خلکو ترمنځه مینه ته وده ورکول دي.
همدارنګه یو شمېر پروګرامونه مالونی په پوهنتون کې او د ولایت په مختلفو سازمانونو کې هم پيل کړي دی.
کوین نوردبرګ په اسکرانتون پوهنتون کې د فلسفه استاد چې په دې پروګرام کې ګډون کړي وو وویل: زه باور لرم چې د خلکو سره پیژندنه به ګټور ده.
هغه زیاته کړه: ښه دا ده چې د رسنۍ نه د بد خبرونو او د درواغو واوريدو په ځای د یو مسلمان ملګري نه واورو او د هغه نه د هغه د ورځنی ژوند په هکله پوښتنې وکړو او مسلمانان وپېژندو.
کن پیکونیز چې په دې پروګرام کې ګډون کوونکو نه وو وویل: کله چې مونږ یو کس په ځانګړې توګه وپېژندو، نو ګرانه خبره د چې د بیا له هغه کرکه وکړو.
مالونی غواړې چې په جومات کې د مېلمستیا او استقبال نور پروګرامونه هم پيل کړي.

Add new comment