فروردین کې پاکستان د «نسیم کربلا» کوربه

د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت په پاکستان هیواد کې د کلیزه کلتوري جشنوزمې څلورمه برخه پيل کولو لپاره هيلي ځلې پيل کوي.

د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت اطلاع ورکوونکې ویبپاڼې نه په نقل، دا جشنوزمه د ۹۶ کال فروردین میاشته شروع کېدو سره د علوی علیه السلام، عباس علیه السلام او د امامین کاظمین علیهما السلام په مرسته پیل کېږي.

د دغې ولایت فکری او کلتوری چارو مرستیال سید افضل الشامی په دې اړه وویل: د دې جشنوزمه پيل کولو هدف د پاکستان مسلمانانو سره سولې، مینې، سوله یز ګډ ژوند اړیکې او اختلاف او افراط له منځه وړل دي.

هغه زیاته کړه: دا جشنوزمه یو د سپېڅلې ولایت فعالیت او کوښښ د پاکستان د ملت لپاره دي ځکه چې د پاکستانیانو نه ډېر کسان د مختلفو ستونزو له وجهې د عراق او د عتبات عالیات زیارت لپاره نشي را تللي، نو دا جشنوزمه د هغې د اړتیا لپاره او د امام حسین علیه السلام او ائمه اطهار علیهم السلام سره د مینې تنده ماتولو لپاره یو ځواب دي.

الشامي وویل: دا جشنوزمه به د کتاب او انځور نندارتون، قرآنی فعالیتونه پیل کولو، د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام او د نورو سپېڅلو زیارتونو بیرغ لمانځلو مراسم به د پاکستان په اسلام آباد او نورو ښارونو کې پیل کېږي.

هغه څرګنده کړه: دې جشنوزمه کې به همدارنګه کلتوري مقابلې هم پيل کېږي چې په دې کې پنځه کسان د پاکستان مختلفو ښارونو نه به انتخاب کېږي او هغوي ته به د عتبات عالیات زیارتونو وسایل ورکړي کېږي.

یادښتونه: پاکستان کې د کلیزې نسیم کربلا کلتوري جشنوزمې دریمه برخه د پاکستان الکوثر اسلامی پوهنتون په همکارۍ سره او د عتبات عالیات او د سترو ښاغلو شتون سره په رسمي توګه د ۹۶ کال په فروردین میاشته کې پيل کېږي.

Add new comment