داعش تکفیری ترهګره ډله د نابودۍ په درشل ده، ځینی هیوادونه د عراق په داخلی چارو کې ګوتې وهی

د عراق لومړی وزیر پرون او د موصل ښار د آزادولو لپاره د پوځ له تیارسی سره په یو وخت د عراق په شمال کې کرکوک ولایت ته لاړ او  له ځای مسئولانو او امنیتی قوماندنانو سره ئې مهمې غونډې جوړې کړې.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د عراق لومړی وزیر حیدرالعبادی پرون په کرکوک کې په خبری ناستې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د بشپړ نابودۍ او د موصل ښار د آزادۍ په درشل کې د عراق په داخلی چارو کې د ځینو هیوادونو په ګوتو وهنو د حیرانتیا په څرګندولو سره، د موصل ښار له اوسیدونکو غوښتی د عراق د امنیتی ځواک ملاتړ دې وکړی.
العبادی دې ته په اشارې سره چې دغه ډول مشکوکې لاسوهنې د منلو وړ نه دی، او د عراق حکومت  اجازت نه ورکوی چې  دغه شان کار وشی، وویل: د عراق ولس غواړی خپل ټاټوبی د ترهه ګرو له سپیرو منګولو پخپله آزاد کړی.
د عراق لومړی وزیر پرون او د موصل ښار د آزادولو لپاره د پوځ له تیارسی سره په یو وخت د عراق په شمال کې کرکوک ولایت ته لاړ او  له ځای مسئولانو او امنیتی قوماندنانو سره ئې مهمې غونډې جوړې کړې.
په عین حال کې  د عراق دبدر تنظمی  عمومی منشی  هادی العامری   هم پرون ناوخته  دعراق  په شمال کې دترکیې  دپوځی ځواک د دیره کیدا په  باب  وویل  دعراق چپتیا ترکیه نوره  هم سپین سترګی کړې ده .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په یولړ ګوت وهونکو څرګندونو کې  یو ځل بیا ویلی دی ، هیواد ئې   د داعش له نیواکه  دموصل ښار  دآزادولو په عملیاتو کې ګډون ته هوډمن دی.

Add new comment