په ریاض کې غونډ شوی هیوادونه د سیمې د حالاتو مسؤول دي 

د ایران د خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې راغلی دی، هغه هیوادونه چې په نورو هیوادونو کې دهغوی غیر مسئولانه لاسوهنې  دترهه ګرۍ ،جنګ جګړو اوناکراریو دپراختیا لامل شوی  دی ، او  دخپلو ګاونډیانو  دملی حاکمیّت  خلاف ورزی ئې کړې

د اسلامی ایران د خارجه وزارت په نننۍ اعلامیې کې ویلی شوی دی د سورئې ،یمن ،بحرین ،عراق اولیبیا ناکراره اوبوږنونکی وضعیت د زیاتره هغو هیوادونو د لاسوهنو نتیجه ده چې اوس په ریاض کې غونډ شوی دی او دا دی اوس د خپلو ماته خوړولو سیاستونوچاره دنورو په تورنولو کې لټوی .
په دغې اعلامیې کې  چې  د سعودی عربستان په ریاض کې  د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړو او ترکیې د خارجه وزیرانو  په ګډې غونډې کې  د صادرې شوی. بیانیې په ځواب کې خپره شوی روښانه شوې ده ،  اسلامی  ایران     له ډله ایزو وسلو  دپاک مینځنی ختیځ دآئیډیا  د مطرح کونکو  یو مخکښ  هیواد دی او  دنوموړو هیوادونو  ددوستانه چلند اوصداقت  په بڼه کې   ،   د دغې آئیډیا  دپوره کیدا په چوکاټ کې  له هغوی سره  ملګرتیا ته  تیار دی .
د ایران د خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې راغلی دی، هغه هیوادونه چې په نورو هیوادونو کې دهغوی غیر مسئولانه لاسوهنې  دترهه ګرۍ ،جنګ جګړو اوناکراریو دپراختیا لامل شوی  دی ، او  دخپلو ګاونډیانو  دملی حاکمیّت  خلاف ورزی ئې کړې ،  په داسې مقام کې نه دی چې  نورو ته د سیمې په چارو کې د مداخل   نه کولو نصیحتونه وکړی .
په دغې اعلامیې کې  راغلی دی  ، په هغو هلوځلو د دغو هیوادنو یو اړخیز غبرګون چې د هغوی د ملاتړو ترهه ګرو ډلو  له نیواکه د سورئې  د حلب د بشپړآزادولو لپاره  ترسره کیږی، په داسې حال کې  دی چې  د دغو ډلو پرله پسې جنایتونود سورئې دولس لپاره  له حلبه  رانیولې   په کلابندۍ کې ترنوروښارونو پورې  خورا بوږنونکی انسانی  شرائط  رامینځةکړی دی .
دایران خارجه وزارت اعلان کړی  چې  دسورئې په حلب کې دبشریّت ضدغمیزه رامینځةکونکو جنایتونو او د دغو نسل ختمونې  ددریدا لپاره  هڅه  هغه چاره ده چې  دنړیوالې ټولنې چټکې توجه ته  اړتیا لری .
 د دغې اعلامیې په اساس  اسلامی ایران ، پردرو ایرانیو ټاپوګانو  د خپل ملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا  په باب  په ریاض کې دغونډ شویو زیاتره هیوادونو تکراری خبرې محکوم کړی اودا  دنورو هیوادونو په چارو کې دلاسوهنې یو مصداق ګڼی .   داپه  داسې حال کې دی چې  دترکیې او  دفارس خلیج  دملګرتیا شوراغړو هیوادونو خارجه وزیرانو دتیرې پنجشنبې  په ورځې  په ریاض کې  دغونډیدا په ترڅ کې  یوه اعلامیه خپره کړې چې ځینی برخې ئې  دایران په  ضد دی .

Add new comment