اسلامی امت باید د باطلو قوتونو په وړاندې پخپل قدرت سره ودریږی

د پاکستان امنیتی ادارو ته پکاردی د امام حسین او امام رضا علیهم السلام زیارتونو ته د تلونکو زیارتوالو د امنیت د ټینګولو لپاره دې هم کوټلی اقدامات پورته کړی .

د پاکستان امنیتی ادارو ته پکاردی د امام حسین او امام رضا علیهم السلام زیارتونو ته د تلونکو زیارتوالو د امنیت د ټینګولو لپاره دې هم کوټلی اقدامات پورته کړی .
د پاکستان د کورمې ایجنسۍ د مجلس وحدت مسلمین  غورځنګ سکرټری او تکړه ټولنیز فعال  شبیر حسین ساجدی  نن  د پاره چنار په پریس کلب کې له یو شمیر مشرانو سره یو ځای په خبری کنفرانس کې  روښانه کړه، لکه څرنګه چې  د اسلام د ګران پیغمبر پاک لمسی حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا په حماسې کې د باطل په وړاندې د حق په خاطر سره د خپلو وفادارو ملګرو قربانی ورکړه او کورنۍ ئې هم په بند کې اسیره شوه خو د باطل په وړاندې ئې سرټیټی ونه کړ، اوس هم درست اسلامی امت باید  د باطلو قوتونو په وړاندې پخپل قدرت سره ودریږی او د حق او حقیقت دفاع دې وکړی.
ساجدی صیب د یوې پوښتنې په ځواب کې  وویل ، د اهل بیت علیهم السلام درست مینه وال د خپل ټاټوبی دفاع په ښه ډول کولی شی که د پاکستان په ضد چا په کړو سترګو سره وکتل نو  د امام حسین علیه السلام پیروکار به پخپلو وینو سره د خپل پاک وطن دفاع وکړی.  هغه همداراز وویل په کورمې کې هم سږ کال  د درستو مسلمانانو ترمینځ همغږی او یو زړتوب ټینګ شوی دی او د محرم د پاکې میاشتې په مناسبت به  د حکومت له امنیتی ادارو سره بشپړ ملګرتیا وکړی او د دسیسه ګرو هر ډول دسیسې او سپیره اقدامات به  له ماتې سره مخ کړی.
په دغې خبری غونډې کې نورو مشرانو هم پځپلو څرګندونو کې وویل ،  په پآکستان کې  په هرې سیمې کې چې وی د امام حسین علیه السلام د عزادرۍ په دستورو کې هیڅ ډول رکاوټونه  نه منی او که داسې کومه دسیسه وشی نو ټول مسئولیت به ئې  پر حکومتی ادارو وی او باید حکومتی ادارې دې  خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړی او  اشرارو او دسیسه ګرو ته  د ې اجازه ورنکړی څو د محرم د پاکې میاشتې په شپو ورځو کې  خپلې سپیرې موخې تعقیب کړی .

Add new comment