هندوستان د ملګرو ملتو مینځګړیتوب رد کړو

هندوستان د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر د مسئلې په لړ کښې د ملګرو ملتو مینځګړیتوب رد کړ.

په ملګرو ملتو کښې د هندوستان دائمی استازی وویل: نوی ډیلی د کشمیر په کشاله کښې د دغه سازمان مینځګړیتوب نه منی.
په ملګرو ملتو کښې د هند دائمی استازی سید اکبرالدین په نیویارک کښې وویل: د ملګرو ملتو د سرمنشی بان کی مون وړاندې د هند لپاره د منلو نه دی.
دا په داسې حال کښې ده چې په ملګرو ملتو کښې د پاکستان دائمی استازې ملیحه لودهی پرون له بان کی مون سره ملاقات کړی او د کشمیر د کړکیچ د هواری لپاره د یوې حل لارې په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
بان کی مون په دغه کتنه کښې ویلی وو چې ملګری ملتونه د هند او پاکستان ترمینځ دریم ګړیتوب ته چمتو دی.

Add new comment