د ایران اسلامی جمهوریت به د خپلو حقوقو لپاره لاجدی فیصلې وکړی 

ایرناخبری آژانس راپورورکړی دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی نن په تهران کې د اوبو او بریښنا وزارت دشهیدانو د درنښت په غونډې کې

ایرناخبری آژانس راپورورکړی دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی نن په تهران کې د اوبو او بریښنا وزارت دشهیدانو د درنښت په غونډې کې وویل ، په ایټمی خبرواترو او دسیمې په بدلونونو کې بیلابیلو تجروبو ثابته کړې چې داقتصادی بندیزونو په ختمولو او په سورئې کې د اور بند په موضوع کې په امریکا باؤر اواعتماد کول له ځلوبه زیات څه نه دی .
 شمخانی  دجامعې ایټمی موافقې یا برجام  پروګرام  په باب  دژمنو په اجرا کې دامریکا  په بدعهدیو  په سختو نیوکو سره  زیاته کړې ،که  امریکا  دمسافری الوتکو  داخستو په څیر   د واړو کارونو لپاره  کارړنګونې کوی ،  نو  دایران اسلامی جمهوریت  به  د خپلو  حقوقو دپوره کیدا لپاره  لاجدی فیصلې  وکړی .
 د ایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی همداراز دمقاومت د هغه فرهنګ  نه بدلیدونکو او  ژورو جرړو ته په اشارې سره  چې  دسلطې  دنفی اوله ظلم سره  دمقابلې  په اساس  ولاړ دی ، وویل ؛دمقاومتی اقتصاد اصل ،په ځای اوداخلی  توانمنیو باؤر دی .علی شمخانی   په عین حال کې ددښمنانو خورا  مهمه هڅه ، پخپله دجوړو کړائ شویو ترهه ګرو اوتکفیری ډلو  په لور داسلامی نړۍ لپاره  دصهونیسټ رژیم  دخطرې له ګواښه  د ذهنونو  انحرافول وبلل.

Add new comment