د مباهلې په حقله د امام علي (ع) وېنا

حضرت امام علي (ع) د صحابه کرامو (رض) په اجتماع کښې د خپل ځان او د خداے د ګران رسول (ص) د نورو اهلبېتو (ع) د عظمت د بيانولو په حقله په يوه وېنا کښې وفرمايل: اے خلقو! زۀ تاسو ته د خداے پاک قسم درکوم چې ايا ستاسو ترمېنځ د مور په رحم کښې د خداے ګران رسول (ص)

د مباهلې په حقله د امام علي (ع) وېنا
حضرت امام علي (ع) د صحابه کرامو (رض) په اجتماع کښې د خپل ځان او د خداے د ګران رسول (ص) د نورو اهلبېتو (ع) د عظمت د بيانولو  په حقله په يوه وېنا کښې وفرمايل:
اے خلقو! زۀ تاسو ته د خداے پاک قسم درکوم چې ايا ستاسو ترمېنځ د مور په رحم کښې د خداے ګران رسول (ص) ته نزدې کس شته؟ او هغه کس چې د خداے ګران رسول (ص) ورته خپل نفس ويلي وي او د هغۀ فرزندان يې خپل فرزندان او د هغۀ زنانه يې خپلې زنانه بللې وي بې له ما نه څوک شته؟
نصاراؤ د يوڅيز دعوا وکړه نو خداے پاک د هغوي حقله دا مبارک ايت نازل کړ: فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ (( نو هر کله  له هغه علم نه پس چې تا ته درورسېد دغه کسان له تاسر مخالفت او کجبحثي کوي نو ورته ووايه چې مونږ به له خپلو فرزندانو سره او تاسو له خپلو فرزندانو سره ، مونږ به له خپلو زنانه ؤ سره او تاسو به له خپلو زنانه ؤ سره مونږ به له خپل نفس سره او تاسو به له خپل نفس سره راشو او مباهله به وکړو او په دروغجنو باندې به د خداے لعنت ووايو. )) نو بس زما ځان او نفس د خداے د ګران رسول (ص) ځان او نفس دے او زنانه هم هغه فاطمه زهرا (ع) ده او فرزندان هم هغه حسن او حسېن (ع) دي. نو بس هغه قوم پښېمان شو او له رسول اکرم (ص) څخه يې وغوښتل چې هغوي له مباهلې نه معاف کړي او د خداے ګران رسول (ص) هم هغوي معاف کړل. په هغه خداے مې دې قسم وي چې په موسی (ع) باندې يې تورات او په محمد (ص) باندې يې فرقان نازل کړ که هغوي له مونږ سره مباهله کړې وې نو ټول به په بېزوګانو او خنځيرانو باندې مسخ شوي وو. ))

Add new comment