داهل بیت علیهم السلام دحقانیت روښانه ګواه

مباهله څرنګه رامینځته شوه له حضرت محمدسره چامباهله وکړه اوله هغه بزرګوارسره ملګری څوک وو.؟ دنجران پادري دیوه لوړ کاڼي دپاسه دریږی ،اوپه داسې حال کې چې د هغه سپينه ګیره اوزني ټوله لړزیږي،وائي :، زه باوری یم چې مباهله ګټه نه لري. دغه پنځه نوراني شخصیتونه چې

داهل بیت علیهم السلام دحقانیت روښانه ګواه
مباهله څرنګه رامینځته شوه له حضرت محمدسره چامباهله وکړه اوله هغه بزرګوارسره ملګری څوک وو.؟
دنجران پادري دیوه لوړ کاڼي دپاسه دریږی ،اوپه داسې حال کې چې د هغه سپينه ګیره اوزني ټوله لړزیږي،وائي :، زه باوری یم چې مباهله ګټه نه لري. دغه پنځه نوراني شخصیتونه چې زه ئې وینم که ددعالپاره لاسونه پورته کړي،نوغرونه به له خپل ځایه وخوځيږي .دمباهلې په کیداسره زمونږدټولوتباه کیدا حتمي ده او ممکنه ده د نړۍ ټول مسیحّیان په عذاب کې ګیر کړي :.
لمردپنځون پردرستې څیرې ځلیدونکي وړانګې خورې کړي دي ، د مسیحیانوشپيته پوهان اوعالمان له مدینې بهرولاړدي اودمدینې په لور ئې سترګې نیولي دي څومحمددخپلوملګروله لښکرسره له ښاره ووځي او دمباهلې په دستورو کې ګډون وکړي .
زیات شمیر مسلمانان هم د ښارددروازې په شاوخوااودمسیحیانو ترڅنګ په هماغې لارې کې ولاړ دی ، څو دغه بې مخینې او هیجانونکي دستورې وویني . په سینو کې سا په بندیدو دي او ټوله سترګې دمدینې د دروازې په لور اوښتي دي
دانتظارشیبې تیریږی اودپيغمبراکرم نوراني څیره چې حسین ئې په غیږې کې نیولی اوحسن ته لاس ورکړی دی ، دمدینې له دروازې لیدل کیږی ، دهغه بزرګوارشاته یوازې یوسړی اویوه میرمنه لیدل کیږی چې دا شخصیتونه هم یو علی او بل هم فاطمةالزهرا ده
ډيرو حیرانتیاو له اندیښنو سره یوځاي دمسیحیانو پر زړونو وحشت او ویره خوره کړې ده .
شرحبیل چې د نجران قبیلې یومشر دی ستر پادري ته وائي ، وګوره ،هغه یوازې خپله لور،زوم اودوه لمسي له ځان سره راوستل . دنجران ستر پادري چې غږ ئې په مرۍ کې نښتی ؤ وائي ، همدا دهغه دحقانیت نښه ده، ددې په ځاي چې د مباهلې لپاره ستر لښکر له ځان سره راولي ، یوازې ئې خپل عزیزان اوخپلوان راوستي دي ،معلومه ده دخپلې بلنې په حقانیت ډاډمن دی چې خپل له ټولوګران اوزړه ته نزدې کسان ئې د بلا لپاره ډال ګرځولي دي ؛..
شرحبیل وايي ،پرون محمدوویل چې خپل بچیان،خپلې میرمنې او ځانونه . مشخصه ده چې علی ئې د خپل ژوند او ځان په توګه راوستی دی ستر پادري وائي :، هو! علی د محمد لپاره له ژونده هم ګران دی ، زمونږ په زاړو کتابونو کې د هغه نامه د هغه د جانشین او وصی په توګه راغلې ده :،
بلاخره ستر پادری د کاڼي د پاسه دریږي او په داسې حال کې چې زني او سپینه ګیره ئې له ویرې لړزیږي وائي ، زه باوري یم چې مباهله ګټه نه لري ، دا پنځه نورانی شخصیتونه چې زه ئې وینم که ددعا لپاره لاسونه پورته کړي ، نو غرونه له خپل ځایه خوځلی شي،د مباهلې په کیدا سره د مونږ ټولو تباهي حتمی ده او ممکنه ده عذاب د نړۍ ټول مسیحیان راګیر کړي .
دانسان عقل که څه هم د لارې د معلومولو لپآره یو ځواکمن عنصر دی ، خو ځان ته کافی نه دی ،ځکه دانسان دنیکمرغۍ لپاره بشرداسې شیانو ته اړتیا لري چې دانسان فکرپرې نه رسیږي . نو ځکه پيغمبر اکرم چې پخپله د بشریت لوي رهبر او لارښود دی ، په بیلابیلو وختونواوپه مختلفورودوسره ئې له ځانه وروسته یو شمیرحجتونه چې هماغه اهل بیت علیهم السلام دي معرفی کړي دي . داسلام دګران پيغمبراهل بیت دداسې نوراني ستوروپه څیر دي چې د نجات او نیکمرغۍ لاره روښانه کوي اوالهي معارف دقرآن له څپانده سمندره استنباط کوي اودخلکو لپاره ئې بیانوي .دنجران له مسیحیانو سره د پیغمبر اکرم مباهله د اسلام په ساتنې کې د خپلو اهل بیت علیهم السلام د حقانیت په اثباتولو کې د پیغمبر یوه روده ده .
داسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د خپل رسالت په بیانولو اودالهي پيغام په رسولوکې ډيره هیوادونواوټاټوبوته لیکونه او یا ئې خپل استاذی لیږل ،څو دیوه واحدخداي د عبادت اوحق غوښتنې غږ د درستو نړیوالو غوږونو ته ورسوي . نجران قبیله له خپلو پلوي اویاؤ کلو سره د یمن او حجاز په پوله ایزه سیمه کې واقع ده . د اسلام د لمر په رڼا کیدا سره دا سیمه د حجاز یوازنۍ میسحي مشته سیمه وه چې خلکو ئې دیولړ دلیلونوله امله له بت پرستۍ لاس په سر شول او دحضرت عیسی مسیح دین ته ګروهمن شول . پیغمبر اکرم د هجرت په لسم کال ددغې قبیلې دخلکود بلنې لپاره د نجران ستر پادري ابو حارثه ته لیک ولیږهّ او په هغه لیک کې ئې د نجران اوسیدونکو ته دا سلام منلو بلنه ورکړه .
د رسول ا....استاذوچې د پيغمبر له خوا د اسلام د بلنې پیغام ئې وړهّ ، نجران ته ورسیدل او لیک ئې د نجران ستر پادری ته وسپارهّ . هغه هم یوه شورا جوړه کړه او له هغوي سره ئې سلامشورې وکړې . په هغو کې یوه چې په عاقل او پوه مشهور ؤ وویل ، مونږ په ځلونو له خپلو مخکښانواو لویانو آوریدلی دي چې یوه ورځ به د اسحاق له نسله د نبوت منصب د اسماعیل بچیانو ته منتقل شي او هیڅ لیرې نه ښکاري چې محمد چې د اسماعیل له اولاده دی ،هماغه ژغورونکی پيغمبر وي :. پردې اساس شورا خپل نظر ورکړ چې یوه ډله د نجران د استاذندویه پلاوي په توګه مدینې ته لاړه شی څو له نزدې له محمد سره خبرې اترې وکړي او د هغه د نبوت دلیلونه وڅيړي
داسلام ګران پيغمبر په هغو خبرواترو کې چې په مدینې کې ئې د نجران له پلاوي سره درلودې ،دوي ئې واحد خداي منلو ته وبلل .خو دوي د تثلیث پر ادعا ټينګار درلود اوحضرت عیسی مسیح ئې د خدآي زوی ګاڼهّ .دوي دمیسیح دالوهّیت دلیل له پلار پرته دعیسی زیږیدابالهّ .په دې وخت کې ووحي فرښته نازله شوه او د پیغمبر زړه ته ئې د خداي دا خبره ورسوله :، په رښتیا چې د عیسی مَثل د خداي په نزد د آدم په څیر دی چې خداي هغه له خټې جوړ کړ :. په دغه آيت کې خداوندمتعال د حضرت آدم او حضرت عیسی د زیږیدا د شباهت په بیانولو سره یادونه کوي چې آدم هم په نه ختمیدونکي قدرت سره له دې پرته چې مور اوپلار ولري له خټې راوپنځيدهّ او که د پلار نشتوالی په دې دلیل وي چې مسیح د خداي زوی دی ، نو بیا خو حضرت آدم ددغه منصب لپاره لا غوره دی ،ځکه هغه نه پلار درلوداو نه هم مور ، خو ددغه دلیل له وړاندې کولوسره سره مسیحیان قانع نه شول او پيغمبر اکرم مامور شو چې له هغوي سره مباهله وکړي څو حقیقت روښانه او دروغجن رسوا شي .
مباهله په اصل کې له : بهل : څخه یعنی پریښودل او له یوه شي د قید اوشرط لیرې کول دی . په دغې واقعې کې مباهله په یوه بل لعنت کول او نفرین کول دی . د مباهلې کیفیّت په دې ډول دی چې هغه کسان چې د یوې مهمې موضوع په باب خبرې کوي او کومې نتیجې ته ونه رسیږي ، په یوه ځاي کې غونډ شی او دخداي په درګاه کې تضرع ّ کوي او له هغه غواړي چې دروغجن رسوا او سزا کړي . کله چې دنجران مسیحیّان د دښمنۍ او سپین سترګیتوب له امله داسلام د حقیقت له منلو ډډه کوي،نوخداي پاک پرپیغمبراکرم د آل عمران سورې ۶۱ آيت نازلوي اوفرمائي:،
فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ
یعنی هرکله له هغه علم اوپوهې وروسته چې (دمسیح په باب ) تاته درورسیږی (بیا) یوشمیر کسان له تاسره مقابلې او دښمنۍ ته مخه کړي ،نوهغوي ته ووایه راځئ مونږخپل بچیانوته بلنه ورکړو،تاسوخپلو بچیانوته ،مونږ خپل میرمنوته بلنه ورکړو،تاسوهم خپلومیرمنو ته ،مونږ خپلونفوسواو(ژوند ونو) ته بلنه ورکړ و او تاسو هم خپلو نفوسوته .نوهاله مباهله وکړو ،او پردروغجنو دخداي لعنت واستوو :.
داسلام ګران پيغمبر او دنجران دمسیحیانو استاذي د مباهلې لپاره ټاکلي ځّاي ته لاړل . داهل سنتو یو لوي نامتو عالم فخری رازي د مباهلې واقعه داسې بیانوي ، رسول اکرم په داسې حال کې دمباهلې لپاره روان شوچې پر اوږو ئې توره پشمي قبا وه ، حسین ئې په غیږې کې او حسن ته ئې هم لاس ورکړی ؤ ،فاطمةالزهراد هغه بزرګوار تر شا او علی هم د هغوي ترشا روان وو،رسوال ا...بزرګوارخپلوملګروته وفرمايل ،کله مې دعا وکړه تاسو آمین وائئ . بیا رسول اکرم په هماغه توره قبا کې پټ شو . له دې وروسته حسن مخکې راغی ، پیغمبرهغه دقبا(یاڅادر) دننه کړ ،بیا حسین ،ورپسې فاطمه اوله هغې وروسته علی وړاندې شول اوټول د یوې قبا لاندې پټ شول . کله ټول غونډ شول پيغمبر اکرم دتطهیر آیت ولوستهّ اووې فرمايل :، انّما یریدوالله لِیُذَهِبَ عنکم الرّجسَ اهل البّیتِ و یطهریکم تطهیرا :،خداي پاک غواړي له تاسواهل بیتوګناه او ککړتیاوې لیرې کړي او تاسو په بشپړ ډول پاک کړي ؛.
په روایتونو کې راغلی دي چې د تطهیر آیت له نازیلیدو وروسته رسول اکرم ترمودوپورې دسهاردلمانځه په وخت دفاطمةالزهراد کور په دروازې کې دریدهّ اودواړه لاسونه ئې د دروازې دچوکاټ په لور اوږدول او فرمائل ئې ؛: ائ اهل بیتو !پرتاسو سلام وي ، پر تاسو دخداي برکتونه او رحمت وي ،دلمانځه لپاره پاڅئ . زه له هغه چا سره چې له تاسو سره جنګیږی ، حنګیږم اوله هغه چاسره چې له تاسو سره دوست او په سوله کې وي له هغو سره ملګری او په سوله کې یم :.
دنجران مسیحیانوپه مباهلې کې له خپلوخوراخوږواونزدې کسانوسره یوځاي دپيغبردشتون په لیدوسره پوه شول چې هغه د خپلې ادعا په نسبت کلک هوډ لري ، پردې اساس دوی له مباهلې ډډه وکړه او روغې جوړې ته حاضر شول .
د نجرانیانوپادري دپیغمبر اکرم په وړاندې خپل سرټيټ کړاووې ویل مونږ له مباهلې معاف کړه .هر شرط چې لرې مونږ ئې منو :.
پیغمبر اکرم په ډیرې مهربانۍ او بزرګوارۍ سره له مباهلې د هغوي ډډه کول ومنل او ژمنه ئې وکړه چې د مالیاتو دورکولوپه بدل کې ددښمنانو په مقابل کې د نجران دخلکو د مال او ژوند ساتنه کوي .
ددغې واقعې خبر په چټکۍ سره د نجران په مسیحیانو او نوروسیمو کې خپور شو او حقیقت غواړي مسیحیان ئې د اسلام دین په لور وکاږل .
د قرآن لوي مفسّر علامه طباطبائي د آل عمران سورې د ۶۱ آيت په تفسیر کې وائي چې د خداي رسول د پروردګار ددغه فرمان د اجرا لپاره له :انفسنا؛ علی او له ؛نسائنا:څخه فاطمه او له :ابنائناڅخه حسن او حسین راوستل . نو معلومیږی له دغو څلوروکسانو پرته ئې بل څوک ددغه آيت مصداق نه دی موندلي اوداچې له بچیانو،میرمنواو ځان څخه ئې مطلب هماغه دخداي درسول اهل بیت علیهم السلام دي ، هماغه شان چې په ځينو روایتونو کې په دې معنا روښانه شوې ده چې له دې وروسته چې رسول ا.... دغه لوي شخصیتونه له ځان سره بوتلل وې فرمایل :، بارالها دا دما اهل بیت دي :، لکه چې دا عبارت رازده کوي ،پروردګارا زه له دوي پرته بل هیڅوک نه لرم څو دمباهلې لپاره ئې له ځان سره بوزم.
دانسان نهايي موخه هغه کمال اولوړتیاته رسیدا ده چې خداوند دانسان په فطرت اوژوندکې هغه ته ګروهنه پيداکړې ده .په یقین سره د لارْښونکو له لارښونو پرته دلارې کچ کول له الهي پلوه د تائيدولو امکان نه لري . هغه غوره شخصیتونه چې د همدغو پيغمبرانو په څیردخداوندمتعال او د هغه د بندګانوترمینځ دفیض او برکت واسطه دي .دغه غوره کسان د شرعې په اصطلاح کې معصوم امامان بلل کیږي چې ټول د پيغمبر اکرم دکورنۍ اودهغه بزرګواراهل بیت دي ،لکه څنګه چې قرآن کریم هم د احزاب سورې په ۳۳ آيت کې دهغوي بزرګوارانو پر پاکۍ او هدایت شونې ګواهي ورکړې ده .
د اسلام ګران پيغمبر او د هغه بزرګوار اهل بیت د خداي غوره مخلوق او حجتونه دي چې ډيرو څیړاندو او پوهانو هڅه کړې ده څو په بیلا بیلو ډولونوسره ئې بشري ټولنې ته ورمعرفی کړي،ځکه ددغولویانو پيژندګلوي اودهغوي دژوند له رودواوسیرت سره بلدتیا به په سمې لارې روانیدل او هدایتیدل ممکن کړي
له خداو ندمتعالعه غواړو مونږ دې د اسلام دګران پيغمبر او دهغه د اهل بیت علیهم السلام په نیکه لاره روان او دهغوي په سیرت د عمل کولو توفیق راپه برخه کړي

Add new comment