د غدیر ورځ

د غدیر ورځ د دین د بشپړتیا او په بشریت د حضرت علی (ع) د علم او حکمت د رڼا د ځلیدو ورځ ده غدیر د نبوت دوام او د خدای د پاکو استازو د لارې دوام دی او له دې امله ډیر لوی اسلامي اختر ګڼل کیږي . په دې ورځ خدای تعالی د خپل ګران استازي حضرت محمد (ص) په وسیله او

د غدیر ورځ
که په کار دې وي د خدای پیژندګلي
پیروي د محمد کړه د علی ع
هر ایت چې به راتله پاسه له عرشه
لا په فرش به یې علي وه متــــــــــــــلی
محمد علی چې دوه وینې په سترګو
په دا کار کې احولي ده احولــــــــــــــــی
محمد د علم ښار علي یې ور دی
څوک دې شک په دا په زړه نه راولي
که دا هومره ویل کا ورته رخصت دی
محمد دی پیغمبر علي ولي
د علي د آل په مدحه کې جنت دی
د خوشال خټک په دا دی تسلي .
د غدیر ورځ د دین د بشپړتیا او په بشریت د حضرت علی (ع) د علم او حکمت د رڼا د ځلیدو ورځ ده
غدیر د نبوت دوام او د خدای د پاکو استازو د لارې دوام دی او له دې امله ډیر لوی اسلامي اختر ګڼل کیږي . په دې ورځ خدای تعالی د خپل ګران استازي حضرت محمد (ص) په وسیله او د حق د رڼا د تل پاتې والي لپاره حضرت علي د رسول الله مبارک ځای ناستی وټاکه .
د غدیر ورځ د مومنانو د خوشالۍ او خوښۍ ور ځ ده د روایتونو له مخې هر کس چې په دغه ورځ خپل مومن ورور ته وخاندي خدای تعالی د قیامت په ورځ په هغه درحمت نظر کوي دا ورځ دې د حق او حقیقت ټولو لارویانو ته مبارکه وي .د غدیر په ټاټوبي کې یو جومات دی چې چې د اهل بیتو پیغمبر ورته پام کړی دی د امام صادق یو ملګری چې مکې ته په سفر کې له هغوی سره و وایی: له امام صادق (ع) سره له مدینې د مکې په لور روان وم .کله چې د غدیر جومات ته نزدې شو د جومات کیڼ اړخ ته یې وکتل او وې فرمایل : « هغه ځای د رسول الله مبارک د پلونو ځای دی کله چې یې خلکو ته د علي په ښودلو سره وویل : د هر چا چې زه مولا یم دا علي د هغوي مولا دی . په دې جومات کې د لمونځ کول مستحب دي ځکه چې پیغمبر په دې ځای کې علي خپل ځای ناستی وټاکه دا هغه ځای دی چې خدای پکې حق ښکاره کړ .
یو شمیر کسان د جابر بن عبدا... انصاري په کور کې راغونډ شوې وو ناڅاپه د عراق یو کس راننوته او جابر ته یې وویل : « تا ته په خدای قسم درکوم هغه څه چې د غدیر په ورځ دې له پیغمبر ولیدل او واوریدل ماته ووایه » جابر وویل : د جحفه په ټاټوبي کې دغدیر په نامه په یو ځای کې وم.هلته د جهینه، مزینه ، غفار او داسې نورو ډیرو قبیلو خلک راغونډ شوې وو په دغه وخت کې رسول ا... مبارک له سایه بانه رووته او درې ځله یې په خپل لاس اشاره وکړه بیا یې د علي لاس پورته کړ او وې فرمایل: د چا چې زه مولا او مشر یم دا علي دهغوي مولا او لارښود دی
د خدای ګران رسول د غدیر په ورځ له ځانه وروسته د خلیفه او امام په توګه د حضرت علي له ټاکلو وروسته مسلمانانو ته وفرمایل: « علی ته د مومنانو د امیر په توګه سلام وکړئ»مسلمانانو او دهغوي په سر کې عمر او ابوبکر په دې امر عمل وکړ دواړه حضرت علي ته ورغلل او وې ویل : واه واه شاباسې ای د ابوطالب زویه ته زما او د ټولو مومنو سړو او ښځو امام او مشر شوې
د خدای رسول په خپله خطبه کې د حضرت علي ځینې فضایل بیان کړل چې دهغه غوره والی یې په ښه توګه څرګنداوه .وې فرمایل :خدای تعالی په ما ایت نازل کړ چې ستاسو ولي او داختیار خاوند یوازې خدای او رسول او هغه مومنان دي چې لمونځ کوي اوپه داسې حال کې چې رکوع کوي زکات ورکوي بې له شکه علی ابن ابیطالب هغه دی چې لمونځ یې وکړ او په رکوع کې یې زکات ورکړ او همیشه د خدای لپاره کار کوي.ای خلکو وروستی ځل دی چې په دې غونډه کې ولاړ یم .نو واورئ او د حق امر ته غاړه کیږدئ.هغه څه چې زما رب له خپله کتابه د حلالو او حرام په هکله ماته ښودلې دي علی ته مې ورکړل ای خلکو علي لوړ وګڼئ ځکه چې هیڅ علم نیشته مګر دا چې خدای تعالی ماته ښودلې وي او ماه هغه د مومنانو لارښود علي ته وښوده . هغه داسې روښانوونکی لارښود دی چې خدای تعالی په یاسین سوره کې دهغه یادونه کړې ده . هغه غلطۍ له مینځه وړي او له بدو چارو منعې کوي.د خدای په لاره کې ،د ملامتوونکو ، ملامتیا هغه له خپل حرکته نه غړوي هغه په خدای او رسول لومړی ایمان راوړونکی دی او هیڅوک چې په ایمان کې له هغه نه دي مخکې شوې.
د خلکو په لویې غونډې کې ولوله او جوش رامنیځته شو . ټولو علی ته کتل او دهغه په په ستاینه کې یې یو څه ویل :د پیغمبر خبرې یو ځل بیا هغوی په خود کې راوستل چې وې فرمایل: ای خلکو ، دا علي په تاسو کې ماته تر ټولو نزدې او خوږ دی . خدای تعالی او زه له هغه راضي یو.... پوه شئ چې علي او له هغه وروسته د هغه له نسله بچیان د صبر او شکر کمال لري. ای خ لکو خدای مې ګواه ونیوه او دهغه پیغام مې تاسو ته ورساوه او په استازي باندې تر روښانه بیان او رسولو زیاته دنده نیشته .... نو غوره ده چې دا خبره د قیامت تر ورځې پورې حاضران ، غایبانو ته او پلاران بچیانو ته ورسوي.
حضرت علي یوه شپه یوې بې سرپرسته کورنۍ ته د خوړو توښه یوړه ، خو ددغه کورنۍ یتیم ماشوم یې ناکراره ولیده . د هغه د ژړا پوښتنه یې وکړه ، وې ویل :ماشومان په کوڅه کې ماته وایي چې ته بې پلاره یې. امام وفرمایل : هغوی ته ووایه چې امیرالمومنین او د مسلمانانو خلیفه زما پلار دی ماشوم په کرار شو او وې ویل : په کوڅه کې له ماشومانو سره د لرګی اسکوړي دي او زه یې نه لرم . حضرت علي هغه ته لرګی ورکړ ښایی خوشاله او کرار شي. خو یتیم ماشوم چې د پلار جدایۍ بې تابه کړی و بیا بیا پلمې کولې او وې ویل : زه داسې اسکوړی غواړم چې سپور شم پرې او ماته سپرلي راکړي . هغه شپه علی په داسې حال کې چې د مسلمانانو لوي مشر و ، یتیم ماشوم په خپله ملا سپور کړ او دومره یې وګرځاوه چې ماشوم یې په ملا اوده شه . او بیا یې هغه په ارام په بسترې څملاوه او لاړ . د لبنان مسیحي لیکوال جارج جرداق وایی : کله مې چې دا حکایت لیکه له بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو سره د علي په مینه مې په کاغد اوښکې توی شوې او لیکنه مې لمده کړه . ایا تاسو په ټول تاریخ کې داسې مشر او لارښود لیدلی دی .
د غدیر حدیث یو معتبر حدیث دی چې یو سل لسو اصحابو له پیغمبره بیان کړی دی او ډیر اهل سنتو عالمانو نقل کړی دی .ابن جریر طبري» له هغو کسانو دی چې د غدیر حدیث یې په څو اویا سندونو سره ذکر کړی دی. هغه په خپل کتاب «ولایت کې لیکي: د پیغمبر د ځای ناستي په توګه د علی له ټاکل کیدو وروسته دخدای له لورې دا ایت نازل شو ... نن کافران ستاسو د دین ( له زواله) نهیلي شول ، نو له هغوی مه ویریږي او زما( له مخالفته) وویریږئ نن مې ستاسو دین بشپړ کړ او خپل نعمت مې په تاسو تمام کړ او اسلام مې ستاسو لپاره د ( تل پاتې) دین په توګه خوښ کړ.دا خبره د مائده سورې په دریم ایت کې راغلې ده .
د عالمانو او مفسرانو په وینا هغه څه چې د غدیر خم په ورځ د کافرانو د نهیلۍاو مایوسۍ سبب شول هغه لوی ملاتړ او ډاډ و چې د اسلامي امت د مشر په توګه د علي په انتخاب سره یې د دغه لوی دین راتلونکی تضمیناوه . کافرانو فکر کاوه چې د پیغمبر په وفات سره به اسلام ختم شي خو د علي په جانشینۍ سره هغ وی د خپلې انګیرنې غلط والی او د اسلام تل پاتې والی درک کړ . خدای تعالی دغه ورځ د اسلام د تکمیل په توګه نومولې ده ځکه چې په دې ډول د اسلام او مسلمانانو راتلونکی حالت روښانه شو او د حضرت علي په شان کس په رهبرۍ او مشرۍ سره د خدای نعمت بشپړ شو .
اهل سنت پوه ابن ابی الحدید وایی: د خدای رسول وفرمایل : «د هر چا چې خوښه وي چې زما په شان ژوند وکړي او زما په شا مړ شي او غواړي چې د یاقوت یې څانګې ته چې خدای پیدا کړې ده منګولې ورسوي نو باید د علی ابن ابیطالب په ولایت دې منګولې ښخې کړي
هغه ټکی چې باید پام ورته وشي دا دی چې د غدیر پیښه یوازې یوه تاریخي پیښه نه ده بلکه دا پیغام هم لري چې د انسان تدریجی هدایت او تربیت باید د پاکو او صالحو انسانانو په لاس دوام ومومي . په یقنی سره په ټولنه کې د صالحو مشرانو شتون د هغوی د پراختیا ، سلامتیا او ودې لپاره تر ټولو ښه ضمانت دی . لکه څرنګه چې حضرت علي د خپل حکومت په لنډه موده کړې عدالت په حقیقي توګه انځور کړ په بله ژبه د دې لپاره چې بشري ټولنې د نیکمرغۍ خوږ خوند وڅښي باید د حضرت علي روده او لاره خپله بیلګه وګرځوي . روښانه ده چې حکومت د ارزښتونو تابع دی او تش حکومت څه درنښت نه لري. حضرت علي یوازې د مظلومانو د حق د اخستلو او له باطلو ارزښتونو سره د مقابلې لپاره حکومت په لاس کې واخسته . او په خپله یې ابن عباس ته وفرمایل :« حکومت د یو شلیدلي پیزار هومره ماته ارزښت نه لري مګر دا چې په هغه سره حق ژوندی کړم او باطل له مینځه یوسم
په دې اساس د غدیر پیغام د عدل او رښتینۍ ټنیګول دي . د خدای او رسول دغه پیغام د غدیر په ورځ ورایښت ومونده او په زمانو کې جاري شو . چې ټول پوه شي چې نړۍ صالحو او غوره مشرانو ته اړمنه ده او باید د ټولنې مشري نالایقو او ظالمو کسانو ته ور نه کړل شي. د غدیر تجربه انسان ته ښیی چې پاک ، ایماندار او کارنده انسانان په مشرۍ غوره کړي چې په تدریج سره د عدالت ورح بخښونکې وږمه په نړۍ ولګیږي ښایی له همدې امله وي چې پیغمبر(ص) د غدیر خم ورځ د خپل امت ډیر لوی اختر ګڼلی دی.

 

Add new comment