د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه

په یوه حدیث کې راغلي دې چې غوره عمل هغه دی چې دایمي وي که څه هم هغه کم عمل وي، او له دې سره په حدیثو کې د ښه عمل د ترغیب او هڅوني له پاره ځیني ځانګړي وختونه او موسمونه ښودل شوې دي او دا ویل شوې دي چې په دې وختونو کې ښه عمل ډېر اجر او لوی ثواب لري چې یو له

د لوی اختر میاشتې د لومړیو لسو شپو فضيلتونه او عبادتونه
په یوه حدیث کې راغلي دې چې غوره عمل هغه دی چې دایمي وي که څه هم هغه کم عمل وي، او له دې سره په حدیثو کې د ښه عمل د ترغیب او هڅوني له پاره ځیني ځانګړي وختونه او موسمونه ښودل شوې دي او دا ویل شوې دي چې په دې وختونو کې ښه عمل ډېر اجر او لوی ثواب لري چې یو له دي ځانګړیو وختونو نه د لوی اختر د میاشتي لومړۍ لس شپې دي په دې لیکنه کې د دي مبارکو شپو په اړه لنډ معلومات وړاندي کوم .
د دې لسو شپو فضیلتونه
1) الله جل جلاله په قرانکریم کې په دې لسو شپو قسم کړی دی او لوی ذات چې په کوم شي قسم کوې هغه شی به هم لوی وې، قرانکریم وایي: وَالْفَجْرِ ، وَلَيَالٍ عَشْرٍ ، جمهور مفسرین وایي له دې لسو شپو نه مراد د لوی اختر لومړۍ لس شپي دي، ابن کثیر وایي همدا رایه غوره او ښه ده .
2) دا لس هغه معلومي ورځې دي چې الله جل جلاله ویلي دي په دې معلومو ورځو کې ذکر کوئ او خدای یادوئ ، قرانکریم وایې : لِّيَشْهَدُوا مَنٰفِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِىٓ أَيَّامٍ مَّعْلُومٰتٍ عَلٰى مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ الْأَنْعٰمِ ۖ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَآئِسَ الْفَقِيرَ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 28] یغني تر څو هغه ګټي وويني چي دلته د هغو لپاره موجودي دي او په څو ټاكليو ورځو کښي پر هغو څاروېو باندي د الله نوم واخلي (د الله په نوم سره یې حلال کړي) چي هغه ورته روزي کړيدي، په خپله یې هم وخورئ او تنګلاسو محتاجو ته یې هم ورکړئ. جمهور علماء وایي له دې لسو شپو نه مراد د لوی اختر د میاشتي لومړۍ لس شپې دي او د عبدالله بن عمر او عبدالله بن عباس رضی الله عنهم هم دا وینا ده .
3) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: دا د نړۍ تر ټولو غوره ورځې دي په یوه روایت کې راغلي دي: افضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة ـ قيل: ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال : ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجل عفر وجهه بالتراب( [ رواه البزار وابن حبان ) یعني د نړۍ تر ټولو غوره ورځې هغه لس ورځي دي یعني د لوی اختر لس ورځې، چا وویل: د الله په لاره کې وخت لګول هم د دې ورځو په څیر نه ده؟ هغه وویل نه هغه هم نه ده ، خو هغه انسان چې مخ یې په خاورو لړلی وي.
4) په دې لسو ورځو کې د عرفې ورځ ده ، د عرفات ورځ د لوی حج ورځ ده او دا د ګناهونو د بښلو ورځ ده که د لوی اختر په دې لسو ورځو کې نور هیڅ فضیلت هم نه وي او یواځي د عرفې ورځ په کې وي نو دا فضیلت یې هم بس ده .
5) په دې لسو ورځو کې د قرباني او نحر ورځ ده او ځیني علماء وایي چې دا ورځ د کال ترټولو غوره ورځ ده، رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: ترټولو غوره ورځ د اختر ورځ ده او بیا د قدر ورځ ده. أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القدر . (رواه أبو داود والنسائي ) .
6) په دې ورځو کې خورا غټ او مهم عبادتونه رایوځای شوې دي امام ابن حجر وایي چې د دې ورځو غوره والی په دې کې ده چې په دوی کې خورا ستر عبادتونه رایوځای شوې دي لکه لمونځ، روژه، صدقه، قرباني او حج او دا ټول عبادات په یوه وخت د کال په نورو ورځو کې نشې راتلای.
په دې ورځو کې د عمل ثواب
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په دې ورځو کې عبادت د نورو ټولو وختونو له عبادت نه الله ته غوره ده، چا پوښتنه وکړه چې یا رسول الله د الله په لاره کې جهاد هم د دې ورځو د عبادت په څیر نه ده ؟ هغه ورته وویل: او نه جهاد، مګر هغه کس چې خپل ځان او مال یې د الله په لاره کې ایستلی وي او بیا یو شی هم بیرته رانوړي. ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء) [رواه البخاري].
په دې اړه نور حدیث هم شته او په دې سره دا خبر ثابته شوه چې په دې لسو ورځو کې عبادت تر ډېرو لویو عملونو نه زیات ثواب لري، څرنګه چې دا لس ورځې دومره زیات فضیلت لري نو مومن ته په کار ده چې دا څو شپې غنیمت وګڼي او تر خپله وسه په دې ورځو کې زیات عبادت او غوره کارونه ترسره کړې، د سلفو علماو په اړه په یوه روایت کې راغلي دي چې هغوی به دری لس لس ورځي ډېري لویې بللې او په هغو کې به یې ډېر کوښښ کاوه چې هغه د روژي وروستۍ لس ورځي، د ذوالحجي لومړۍ لس ورځي او د محرم د میاستي لومړی لس ورځي دي.
په دې ورځو کې غوره عملونه
په دې لسو ورځو کې څو هغه غوره عملونه را اخلم چې په حدیثو کې یې یادونه شوې ده او هغه په لاندې ډول دي:
1) حج او عمره
په دې لسو ورځو کې ترټولو غوره عمل حج او عمره کول دي، څوک چې وس ولري او په دې شپو کې حج او عمره ادا کړي نو بدل یې جنت ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: یوه عمره تربلې هغي پوري د منځ ټول ګناهونه تویوي او د حج مبرور بدله خامخا جنت ده، العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة [متفق عليه]. مبرور حج هغه حج ته وایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو برابر شوی وي، ګناه، ریاکاري، فسق، فجور او تیری نه وي په کې ښوی.
2) روژه
روژه په صالحو اعمالو کې غوره عمل دی په قدسي حدیث کې راغلي دي: د بنیادم هر عمل د هغه له پاره دی یواځي روژه هغه عمل ده چې زما له پاره ده او زه به یې اجر ورکوم ، كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به) [متفق عليه].
په دې ورځو کې د روژې فضیلت په حدیثو کې هم راغلی دی رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: د عرفې د ورځې د روژې اجر په الله ده یو کال مخکي او یو کال وروسته ګناهونه بښي ، صيام يوم عرفة احتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والتي بعده. [رواه مسلم]. نو علماء وایي چې د عرفات د ورځي روژه سنت ده خو د حاجي له پاره نه، او ځیني علماء وایي: دا نه واړه روژې مستحب دي لکه امام النووي د مسلم په شرح کې داخبره کړي ده.
3- لمونځ
د لمانځه فضیلت او اهمیت په قرانکریم او حدیثو کې بیخي زیات بیان شوی دی او مومن هر وخت بايد لمونځ په جماعت سره ادا کړي، په ځانګړې توګه په دې ورځو باید مومن خپل لمونځ په خپل وخت او په جماعت سره ادا کړي او ورسره نفلي لمنځونه هم زیات کړي.
4- تکبیر، حمد، تهلیل او ذکر
په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: تر دې لسو ورځو لویې ورځې د الله په نزد نورې نشته او په دې ورځو کې الله ته عبادت ترنورو ټولو ورځو ډېر ګران ده، په دې ورځو کې لا اله الا الله ، الله اکبر او حمد زیات وایئ : ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد) [رواه أحمد].
امام بخاري وایي: عبد الله بن عمر او ابو هریره رضي الله عنهم به په دې ورځو کې ښار ته ووتل تکبیرونه به یې ویل او خلکو به هم له دوی سره تکبیر ویلې، عمر رضی الله عنه به په منی کې په خپله خیمه کې تکبیر ویلې، د مسجد خلکو به چې د ده تکبیر واوریده هغوی به هم ورسره ویلې د ښار خلکو به هم ورسره ویلې او په سیمه کې به د تکبیر انګازي خپرې وې، ابن عمر به په منی کې په دې ورځو کې تکبیر ویلې، له لمنځونو وروسته به یې ویلې په خپل ځای کې به یې ویلې، په خیمه کې به یې ویلې په مجلس او د تګ په حال کې به یې ویلې. او مستحب دا ده چې په دې ورځو کې په لوړ اواز سره تکبیر وویل شي خو په اجتماعي صورت سره یې ویل نه دي په کار هرڅوک یې باید له ځان سره په لوړ اواز ووایي. اجتماعي صورت دا مطلب چې خلک ورته رابلل کیږي او فوق العاده یو ځای راجمعه کیږي او بیا تکبیرونه وایي.
5- خیرات او ځیني نور عملونه
په دې ورځو کې باید خیرات او صدقه زیاته کړل شي او دا راز ځیني نور عملونه هم باید زیات کړل شي لکه: تلاوت، د قرانکریم زده کړه او ښوونه، استغفار، له مور پلارسره ښیګڼه، د خپلوانو پوښتنه او ګرویږنه، سلام ډېر اچول، خلکو ته ډوډۍ ورکول، د خلکو په منځ کې روغه او جوړه کول، په ښو امر او له بدو منعه کول، ژبه او شرمګاه ساتل، له ګاونډیانو سره ښیګڼه، میلمه پالنه، د یتیمانو کفالت او له هغو سره مرسته، له خوارانو سره مرسته او داسې نور. الله دې موږ ته د اخلاص او ښه عمل توفیق راکړې .

 

Add new comment