د عرفې د ورځې فضیلت

وړومبنې فضيلت : د عرفې په ورځ باندې د اسلام دين پوره شوی دی ځکه چې د عرفي په ورځ باندې دغه آيت شريف نازل شوی دی : [الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا] (المائد ) . دویم فضيلت : د عر

د عرفې د ورځې فضیلت
وړومبنې فضيلت :
 د عرفې په ورځ باندې د اسلام دين پوره شوی دی ځکه چې د عرفي په ورځ باندې دغه آيت شريف نازل شوی دی : [الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا] (المائد ) .
دویم فضيلت :
د عرفې په ورځ باندې الله تعالی قسم کړی دی چې دلته قسم د تعظيم او شرف لپاره دی او د مشهود ورځ ده ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ] (البروج ) ( په حاضريدونکې او چې ورته حاضريږي .
د ابی هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : “الْيَوْمُ الْمَوْعُودُ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، وَالْيَوْمُ الْمَشْهُودُ يَوْمُ عَرَفَةَ وَالشَّاهِدُ يَوْمُ الْجُمُعَةِ…”؛ رواه الترمذي .
يعنې : الموعود د قيامت ورځ ، المشهود د عرفې ورځ او الشاهد د جمعې ورځ ده .
او همدارنګه د عرفې ورځ د وتر ورځ ده چې الله تعالی قسم ورباندې کړی دي ، : ﴿ وَالشَّفْعِ وَالْوَتْر ﴾ [الفجر: 3]، قال ابن عباس: “الشفع يوم الأضحى، والوتر يوم عرفة”.
او همدارنګه الله تعالی د ذوالحجې په لسو ورځو قسم کړی دی ، [ والفَجْر وليالٍ عَشْر]
دريم فضيلت :
د عرفې په ورځ باندې ډيرو خلکو ته بښنه کيږي او د دوزخ د اور څخه نجات مومي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «ما من يوم أكثر من أن يعتق الله فيه عبدا من النار من يوم عرفة» رواه مسلم في الصحيح.
 څلورم فضيلت :
د عرفې په ورځ روژه نيول د دوو کلونو د ګناهونو کفاره ګرځي ، رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايلي دي : «صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده» ( رواه مسلم).
د عرفات د روځي د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي چې د راتلونکي کال ، او تير سوي کال ګناهونه پري معاف کړي.
 او دا روژه په حجاج کرامو باندې نشته د حجاچ کرامو پرته نورو باندې سنت ده .
مسلمان ته ښايي چې خپله يې هم ونيسي او پخپل اهل عيال باندې يې هم نیسي تر څو ټولو ته د ګناهونو بښنه وشي .
پنځم فضيلت :د عرفي په ورځ شيطان ډير حقير ، پريشانه او قهرجن وي ځکه په دغه ورځ باندې الله تعالی خپلو ډيرو بندګانو ته بښنه کوې .لکه څنګه چې په حديث شريف کې راغلي : «مَا رُئِيَ الشَّيْطَانُ يَوْمًا هُوَ فِيهِ أَصْغَرُ وَلَا أَدْحَرُ وَلَا أَحْقَرُ وَلَا أَغْيَظُ مِنْهُ فِي يَوْمِ عَرَفَةَ وَمَا ذَاكَ إِلَّا لِمَا رَأَى مِنْ تَنَزُّلِ الرَّحْمَةِ وَتَجَاوُزِ اللَّهِ عَنْ الذُّنُوبِ الْعِظَامِ …..» رواه مالك والبيهقي وعبدالرزاق وابن عبدالبر.
پس افسوس افسوس د هغه مسلمان په حال چې په همدې ورځ چې شيطان ډير پريشان او غمګين وي خو هغه شيطان ته تسل او خوشحالي بښي ، ګناهونه تر سره کوي او دا ورځ په لهو لعبو کې تيروي ، چېرې دی هغه مسلمان چې خپل جوارح له ګناهونو څخه وساتي او شيطان غمګين کړي؟ مګر دير کم کسان .
شپږم فضيلت :
د عرفې په ورځ دعا قبليږي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «خَيْرُ الدُّعَاءِ دُعَاءُ يَوْمِ عَرَفَةَ وَخَيْرُ مَا قُلْتُ أَنَا وَالنَّبِيُّونَ مِنْ قَبْلِي لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» رواه الترمذي
ژباړه : غوره او بهتره دعا د عرفې د ورځې دعا ده او غوره څه چې ما او زما څخه مخکې پيغمبرانو ويلي دي هغه دا چې : نشته لائق د عبادت مګر الله چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده او ده لره ټولې  ستاينې دي ، او هغه په هر څه باندې توانا دی .
او مونږ ته پکار دې چې خپل امام عج  په حق کښې دعا اوکړو
نو کله چې مسلمان په دغه ورځ له لمانځه ، ذکر ، تلاوت څخه فارغ شو هغه به خپل ځان ، والدين ، اهل عيال ، او ټولو مسلمانانو ته زياتې دعاوې کوې توبه او استغفار به کوي .
او په دغه ورځ باندې د صالحو خلکو حال دا وي چې دوی ژوره وي او اکثره ذکر ددې ورځې دا دی : لا إله إلا الله وحده لا شريك له.. له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير .
او يا داسې دعا ويل :
اللهم برحمتك التي وسعت كل شيء، نسألك أن تغفر ذنوبنا، وتستر عيوبنا، وتيسر أرزاقنا، وأن تحسن أخلاقنا، وتشفي أمراضنا، وتعافينا وتحفظنا وأموالنا وأوطاننا وأولادنا، وتحقق آمالنا، وتُعِنَّا على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك، وتوفِّقنا لما تحبه وترضاه يا رب العالمين..
آن لاين اسلامي لارښود

 

Add new comment